امریکايي مجله: پاکستان د منځني ختیځ په کړکېچونو کې مهم سفارتي او امنیتي رول لوبوي

امریکايي مجلې «دي نېشنل انټرسټ» پاکستان د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره مهم او نه بېلېدونکی هېواد بللی او هغه یې د یوې راڅرګندېدونکې نړیوالې سفارتي او امنیتي ځواک په توګه یاد کړی دی