اسلامآباد: حکومتي سرچينو تاييد کړې چې د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د يوې کوچنۍ ډلې سره نن شپه د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته راروان دی. د هغه دا سفر په سيمه کې د روانو کړکېچونو د کمولو او د سفارتي هڅو د چټکتيا له پلوه ډېر مهم بلل کېږي
له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ټيليفوني خبرې
دا مهم پرمختګ د آرمي چيف فېلډ مارشل عاصم منير او د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره د عباس عراقچي له وروستۍ ټيليفوني خبرو وروسته مخې ته راغلی، چې پکې د سيمې پر وضعيت او اوربند په اړه سلا مشورې شوې وې
د اسلامآباد سولې خبرو د دوهم پړاو امکان
د سرچينو له مخې، عباس عراقچي به په اسلامآباد کې د پاکستان د منځګړيتوب له ډلې سره مهمې ناستې وکړي، او تمه شته چې د امريکا او ايران ترمنځ د «اسلامآباد سولې خبرو» دوهم پړاو پيل شي. د دې خبرو هدف د دواړو اوږدمهاله سيالانو ترمنځ د ناسم فهمۍ له منځه وړل او د دايمي اوربند لپاره لاره برابرول دي.
راپورونه وايي چې د امريکا لوژستيکي او امنيتي ډلې هم د دې مهمو خبرو د تيارۍ لپاره مخکې له مخکې اسلامآباد ته رسېدلې دي
اسلامآباد د نړيوالو خبرو مرکز
شنونکي وايي چې اسلامآباد يو ځل بيا د نړيوالو مذاکراتو مرکز ګرځېدل د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ بريا او د سيمه ييز منځګړي په توګه د هغه د نړيوال حيثيت څرګندونه کوي