امریکا او اسرائیل سره د روان شخړې په ترڅ کې د ايران د دولتي جوړښت په اړه د بدلون نښې ښکاره شوي دي. د رائټرز د راپور له مخې، د ۱۹۷۹م انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی چې په ايران کې د واک مرکز له دوديزې مذهبي قيادت څخه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (IRGC) ته منتقل شوی دی
رهبري په جوړښت کې بدلون
راپور کې ويل شوي چې که څه هم د ايت الله علي خامنه اي وروسته د هغوی زوی مجتبی خامنه اي ظاهراً د نظام مشر بلل کېږي، خو عملي توګه ټول مهم او ستراتيژيک پرېکړې د پاسداران انقلاب قوماندانان کوي
د جګړې اغېز پر دولتي پرېکړو
اوسنی جنګي حالت واکونه يو محدود او سخت دریځه حلقې ته راټول کړي دي، چې پکې عالي ملي امنيتي شورا او پاسداران انقلاب مرکزي رول لري
د ديپلوماتي اړیکو اغېز
سياسي شنونکي او ديپلوماتي سرچينې وايي چې دې بدلون د تهران د پرېکړه کولو بهیر اغېزمن کړی، چې له امله يې له واشنګټن سره د ممکنه خبرو اترو او ديپلوماتي اړیکو کې ځنډ رامنځته شوی د
ماهرين وايي چې په ايران کې د اعتدال پالې طبقې نفوذ ختم شوی او اوس ټول بحث د سخت دريځه پاليسيو پر شاوخوا څرخي. د ايران اوسنی تګلاره د بشپړې جګړې له مخنيوي سره سره په سيمه کې د خپل پوځي او اقتصادي نفوذ ساتلو ته متمرکزه ده
نوی د تبلیغ قانون: په افغانستان کې مذهبي نظم او که پر فکري ازادۍ بندیز؟