تازه خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې خوارجو بریدونه؛ پولیس او پوځ شهیدان

په لکي مروت او جنوبي وزیرستان کې د خوارجو په بریدونو کې د پولیس افسر صدیق الله او د پاکستان د پوځ صوبیدار طاهر شهیدان شوي دي. امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد عملیات لا ګړندي کړي دي
په خیبر پښتونخوا کې د لکي مروت او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د خوارجو په بریدونو کې یو پولیس افسر او د پوځ صوبیدار شهیدان شوي دي. امنیتي ادارو د خوارجو د شومو موخو د شنډولو ژمنه کړې ده

په خیبر پښتونخوا کې د لکي مروت او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د خوارجو په بریدونو کې یو پولیس افسر او د پوځ صوبیدار شهیدان شوي دي. امنیتي ادارو د خوارجو د شومو موخو د شنډولو ژمنه کړې ده

په خیبر پښتونخوا کې د لکي مروت او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د خوارجو په بزدلانه بریدونو کې د پولیس افسر صدیق الله او د پاکستان د پوځ صوبیدار طاهر شهیدان شوي دي

تفصیلاتو له مخې، د لکي مروت په احمدخېل سیمه کې خوارجو کمین نیولی او ډزې یې کړي، چې په پایله کې پولیس افسر صدیق الله په ځای شهید شوی دی. د پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی

جنوبي وزیرستان

په همدې ډول، په جنوبي وزیرستان د سراروغه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او خوارجو ترمنځ سخت نښته شوې، چې پکې د پاکستان د پوځ صوبیدار طاهر د وطن په دفاع کې شهید شوی دی

امنیتي سرچینې وایي چې خوارج هڅه کوي د پولیسو او امنیتي ځواکونو په نښه کولو سره په سیمه کې ناامني خپره کړي، خو ځواکونه د هغوی د شومو موخو د شنډولو لپاره پر عملیاتو بوخت دي چارواکي وایي چې د شهیدانو قربانۍ به ضایع نه شي او د ترهګرو پر ضد عملیات به تر بشپړې ختمۍ پورې دوام ولري

هلمند د ملايانو شورا مشر ښځو تعليم بندول د افغانستان په خير ګنلي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *