تازه خبرونه

امریکایي راپور وایي سعودي وليعهد د ټرمپ غوښتنه رد کړه، او امریکا عملیات ودرول

د سي آی اې پټ راپور ښيي چې د امریکا بحري بندیز ایران ژر نه تسلیموي، او تهران لا هم د څلورو میاشتو لپاره د مقاومت وړتیا لري
امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي وليعهد د “پروجیکټ فریډم” په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړه، چې له امله یې امریکا خپل پوځي عملیات ودرول

امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي وليعهد د “پروجیکټ فریډم” په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړه، چې له امله یې امریکا خپل پوځي عملیات ودرول

واشنګټن: د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې یوه پټه راپور کې ویلي چې د ایران اقتصادي او دفاعي حالت د ولسمشر ټرمپ له ادعاوو سره په ټکر کې دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، سي آی اې چارواکو ویلي چې ایران د امریکا د بحري بندیز سره سره هم د ۳ تر ۴ میاشتو پورې خپل اقتصاد پر مخ وړلی شي، چې دا د ټرمپ د “فوري اقتصادي سقوط” له ادعاوو سره مخالفه خبره ده

اقتصادي وضعیت

راپور زیاتوي چې د امریکا او اسراییل د بمباریو سربېره ایران د خپل بالستیک توغندیو شاوخوا ۷۰ سلنه وړتیا ساتلې، او ۷۵ سلنه موبایل لانچرونه یې لا هم فعال دي. همدارنګه ایران د ځمکې لاندې زېرمو بیا فعالولو ترڅنګ د توغندیو ترمیم او تولید هم روان ساتلی دی.

تجزیه کاران وایي ایران د تېلو د زېرمه کولو او د منځنۍ اسیا له لارې د قاچاق بدیلې لارې هم موندلې دي. سي آی اې نتیجه اخیستې چې ایران د بندیزونو اغېز تر ۹۰ تر ۱۲۰ ورځو پورې زغملی شي۔

سعودي عرب د “پروجیکټ فریډم” لپاره فضایي حدود ورنکړل، ټرمپ عملیات ودرول

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *