تازه خبرونه

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ چین د مذاکراتي بهیر کې د رغنده رول ادا کولو اعلان کړی

چین د امریکا له لوري د ایران د بار وړونکي بېړۍ “ایم وي توسکا” د نیولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ روان مذاکرات حساس پړاو ته رسېدلي دي
د ایرانی بېړۍ له نیولو وروسته د چین مهم بیان مخې ته راغلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړخونو غوښتي چې مسؤلیت وښيي او ویلي یې دي چې په مذاکراتو کې به رغنده رول ادا کړي

د ایرانی بېړۍ له نیولو وروسته د چین مهم بیان مخې ته راغلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړخونو غوښتي چې مسؤلیت وښيي او ویلي یې دي چې په مذاکراتو کې به رغنده رول ادا کړي

چین د امریکا د پوځ له لوري د ایران د بار وړونکې بېړۍ د جبري درولو او نیولو پر پېښه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا ډول اقدام کولی شي د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړي، نو بیجینګ دا کړنه د اندېښنې وړ بولي

مذاکرات او د چین رول

چین ټینګار کړی چې دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ روان مذاکرات خورا حساس پړاو کې دي، او هره کوچنۍ تېروتنه کولی شي ټوله پروسه اغېزمنه کړي. بیجینګ ویلي چې چمتو دی په دې مذاکراتو کې رغنده رول ولوبوي ترڅو د دواړو لوریو ترمنځ ترینګلتیا کمه شي. چین هیله څرګنده کړې چې ټول اړخونه به د اوربند د هوکړې درناوی وکړي

د پېښې تفصیل

د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) یوه ویډیو خپره کړې چې پکې امریکایي ځواکونو د ایران پر بېړۍ کنټرول اخلي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په ټولنیزو رسنیو کې د دې عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا هغه ایرانی بېړۍ نیولې چې د بندیزونو سرغړونه یې کوله

د ایم وي توسکا وضعیت

د سمندري معلوماتو له مخې “ایم وي توسکا” یوه کانټینري بېړۍ ده چې د ایران بیرغ لاندې ثبت شوې. راپورونه وايي چې د نیولو نه څو ساعته مخکې یې سرعت ډېر کم و. له بلې خوا د ایران پوځي ویاند دا اقدام “وسله‌واله غلا” بللې او د سخت ځواب ګواښ یې کړی، چې له امله یې د سمندري امنیت وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *