تازه خبرونه

باجوڑ کې برید، ۳ ترهګر وژل شوي، سرتېري ټپیان شوي دي

د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله تر اوسه ۳ ترهګر وژل شوي دي، سیمه په بشپړ ډول کلابنده شوې او د تښتېدلو نورو شرخوښو د نیولو لپاره د پاکولو عملیات روان دي
په دې سختو نښتو کې د ایف سي ۶ سرتېري ټپیان شوي دي، چې پېژندګلوي یې د لانس نائیک احمد، سپاهي احسان، حوالدار ارشاد، نائیک مسلم، لانس نائیک کفایت او لانس نائیک وحید په نومونو شوې ده

په دې سختو نښتو کې د ایف سي ۶ سرتېري ټپیان شوي دي، چې پېژندګلوي یې د لانس نائیک احمد، سپاهي احسان، حوالدار ارشاد، نائیک مسلم، لانس نائیک کفایت او لانس نائیک وحید په نومونو شوې ده

باجوړ: د خیبر پښتونخوا په سرحدي ضلع باجوړ کې د لوئي ماموند په سیمه کې امنیتي ځواکونو د فرنټیر کانسټبلري د دامنګي سکاوټس پر کیمپ د ترهګرو پیچلي برید په قوي ځوابي عملیاتو سره ناکام کړی دی

لومړنیو معلوماتو له مخې، ترهګرو لومړی ځانمرګی برید ترسره کړ او وروسته یې وسله‌واله حمله وکړه چې د کیمپ دننه د ننوتلو هڅه یې کوله، چې له امله یې سختې نښتې رامنځته شوې. امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون سره تر اوسه ۳ ترهګر وژلي او سیمه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې ده، ترڅو نور تښتېدلي کسان ونیول شي

په دې نښتو کې د ایف سي ۶ سرتېري ټپیان شوي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. امنیتي ادارو ویلي چې د عزمِ استحکام عملیات به تر هغه وخته روان وي څو وروستی ترهګر له منځه یوړل شي

د راپور له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې برید ذمه واري منلې ده او ویلي یې دي چې دا برید د افغانستان په کنړ کې د هوايي بریدونو غبرګون دی. امنیتي شنونکي وایي چې دا اعترافونه د دې خبرې ثبوت دی چې دغه ډلې لا هم له افغان خاورې څخه فعالیت کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *