حامد میر
حامد میر یو نامتو پاکستانی خبریال، کالم لیکونکی او لیکوال دی، چې په جیو نیوز کې د خپل سیاسي تحلیلي پروګرام “کیپیټل ټاک” او په ورځپاڼه “جنگ” کې د اردو مقالو له امله مشهور دی. هغه په صحافت کې پراخه تجربه لري؛ په ۱۹۸۷م کال کې یې له “جنگ” ورځپاڼې سره کار پیل کړ او وروسته د “پاکستان” ورځپاڼې مدیر هم پاتې شوی دی. د صحافت په برخه کې د خدماتو په اعتراف کې هغه ته د ۲۰۱۲م کال د اګست په ۱۴مه د هلال امتیاز ویاړ ورکړل شوی دی