په افغانستان کې د طالبانو حکومت او چینایي شرکتونو ترمنځ اړیکو کې د تاوتریخوالي نوې څپه لیدل کېږي. وروستي معلومات ښيي چې افغان طالبان په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چین له سستۍ څخه سخت ناخوښه دي
د سرچینو په وینا، د طالبانو حکومت دا مهال عوایدو ته سخته اړتیا لري او غواړي چې د لوګر د مسو لویه پروژه ژر تر ژره فعاله شي. خو سره له دې چې طالبان پرلهپسې فشار راوړي، چینایي شرکتونه د دې مهمې پروژې پر مخ وړلو کې جدي ګامونه نه اخلي او سوړ چلند ښيي، چې له امله یې دا پروژه لا هم ځنډېدلې ده
Why Afghan Taliban annoyed with Chinese companies in Afghanistan?
— Sami Yousafzai سمیع یوسفزي (@SamiYousafzaii) May 2, 2026
Sources say China is still not seriously moving forward on Afghanistan’s biggest copper project in Logar , despite Taliban pressure and desperate need for revenue. The project remains largely frozen.
Meanwhile,…
په دیپلوماتیکو او امنیتي کړیو کې ویل کېږي چې د دې ناخوښۍ یوه مهمه وجه امنیتي اندېښنې دي. د روان کال په پیل کې په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د ادعا شوي ځانمرګي برید وروسته وضعیت نور هم پېچلی شوی دی. راپورونه ښيي چې د طالبانو امنیتي ادارې اوس د چینایي وګړو شتون او تګ راتګ په ډېر دقت سره څاري
سربېره پر دې، د طالبانو مشرتابه اوس په ټول افغانستان کې د چینایي وګړو پر غیر ضروري تګ راتګ د سختو محدودیتونو لګولو په اړه هم غور کوي، څو راتلونکو ناوړه پېښو مخه ونیول شي. کارپوهان وايي چې د چین له لوري د اقتصادي ژمنو نه پوره کول او د طالبانو له خوا سخت امنیتي تدابیر کولای شي د بیجینګ او کابل ترمنځ پر راتلونکو اړیکو اغېز وکړي
افغانستان کې غربت زیات، میلیونونه خلک سخت اقتصادي ستونزو کې دي