باجوړ: د خیبر پښتونخوا په سرحدي ضلع باجوړ کې د لوئي ماموند په سیمه کې امنیتي ځواکونو د فرنټیر کانسټبلري د دامنګي سکاوټس پر کیمپ د ترهګرو پیچلي برید په قوي ځوابي عملیاتو سره ناکام کړی دی
لومړنیو معلوماتو له مخې، ترهګرو لومړی ځانمرګی برید ترسره کړ او وروسته یې وسلهواله حمله وکړه چې د کیمپ دننه د ننوتلو هڅه یې کوله، چې له امله یې سختې نښتې رامنځته شوې. امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون سره تر اوسه ۳ ترهګر وژلي او سیمه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې ده، ترڅو نور تښتېدلي کسان ونیول شي
په دې نښتو کې د ایف سي ۶ سرتېري ټپیان شوي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. امنیتي ادارو ویلي چې د عزمِ استحکام عملیات به تر هغه وخته روان وي څو وروستی ترهګر له منځه یوړل شي
د راپور له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې برید ذمه واري منلې ده او ویلي یې دي چې دا برید د افغانستان په کنړ کې د هوايي بریدونو غبرګون دی. امنیتي شنونکي وایي چې دا اعترافونه د دې خبرې ثبوت دی چې دغه ډلې لا هم له افغان خاورې څخه فعالیت کوي