کابل: د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني له لوري د قاري سعید خوستي د پخوانیو اخلاقي تورونو په اړه سخت غبرګون مخې ته راغلی، چې د حقاني شبکې دننه اختلافات یې لا څرګند کړي دي
سرچینو ویلي چې خلیل الرحمن حقاني له خپلو نږدې کسانو سره په خبرو کې ویلي، د ځینو تېر واقعاتو او رسواییو له امله د دوی ډلې ته سخت زیان رسېدلی او دا موضوع د حقاني کورنۍ لپاره د شرمندګۍ سبب ګرځېدلې ده
د مهاجرینو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کراتو خپلو ملګرو ته ویلي وو چې دغه مصلې “ سعید خوستي” د الهې نامې جینکې سره لومړئ “ زنا بل جبر “ بیا د بدنامې نه بچ کیدلو لپاره “ نکاح بل جبر “ رسواېې د حقاني کورنۍ، زما او سراج حقاني پزه را پری او نیمه ګیره را وخریله .
— Sami Yousafzai سمیع یوسفزي (@SamiYousafzaii) May 14, 2026
حاجې خلیل… pic.twitter.com/UctvJq8WHj
ویل کېږي چې د دې موضوع له امله د حقاني کورنۍ په خپلو سیاسي او داخلي حلقو کې له نیوکو او فشار سره مخ شوې او د خپل دریځ د دفاع لپاره له ستونزو سره مخ ده
له بلې خوا د سعید خوستي د هویت او شالید په اړه هم نوې بحثونه راپورته شوي دي. ځینې سرچینې ادعا کوي چې د هغه د کورنۍ او اصلي سیمې په اړه بېلابېل روایتونه شته، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه زیات شوي دي
مبصرین وايي چې د حقاني ډلې او نورو سیاسي ډلو ترمنځ د واک او نفوذ د سیالۍ پر مهال د داسې پخوانیو موضوعاتو بیا راپورته کېدل ښيي چې د طالبانو دننه سیاسي اختلافات او درزونه لا هم موجود دي