تازه خبرونه

شهباز شریف کوهاټ کې د قرباني شوي کس ستاینه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کوهاټ کې هغه متقاعد رېلوې کارکوونکی لیاقت ملي اتل بللی، چې د ترهګر د مخنیوي پر مهال یې خپل ژوند قربان کړ
لیاقت ځانمرګي برید مخه ونیوله، ژوند یې قربان کړ، کوهاټ یې وژغوره، لومړي وزیر هغه ملي اتل وباله

لیاقت ځانمرګي برید مخه ونیوله، ژوند یې قربان کړ، کوهاټ یې وژغوره، لومړي وزیر هغه ملي اتل وباله

په تېره ورځ د پنجاب او خیبر پښتونخوا د پولو سیمو جنډ او خوشحال ګړھ پل ته نږدې یو متقاعد رېلوې کارکوونکي لیاقت خپل ژوند قربان کړ او کوهاټ او شاوخوا سیمې یې له یوې سترې تباهۍ وژغورلې

د راپورونو له مخې، یو ځانمرګی بریدګر د یوې حساسې چیک پوستې هدف و، خو لیاقت د یو مسؤل وګړي په توګه هغه مشکوک وګاڼه، ودروله یې او د پېژندنې پوښتنه یې ترې وکړه ، په همدې وخت کې بریدګر ځان والوزاوه، چې له امله یې لیاقت شهید شو او بریدګر هم ووژل شو

د لومړي وزیر ستاینه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شهید لیاقت زړورتیا او وطنپالنه ستایلې او هغه یې د ملي اتل په توګه یاد کړی ، هغه وویل لیاقت د یوې پولادینې دېوال په څېر نه یوازې چیک پوسته بلکې د ګڼو بېګناه خلکو ژوند هم وژغوره لومړي وزیر د شهید د لوړو درجو او کورنۍ ته د صبر دعا هم کړې ده

د ترهګرۍ پر ضد ملي یووالی

شهباز شریف ویلي چې د پاکستان ولس تل د دښمن ناوړه پلانونه ناکام کړي دي او ټول ملت د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی ، هغه زیاته کړه چې د ملي یووالي له لارې به ترهګري له ریښې وویستل شي او د شهید لیاقت قرباني به د ټول ملت لپاره د لارې مشعل وي

د سیمې اهمیت

د سرچینو په وینا که لیاقت وخت پر وخت اقدام نه وای کړی، نو د تلفاتو کچه به ډېره لوړه وه، ځکه بریدګر د مهمو تاسیساتو ته د رسېدو هڅه کوله ، د هغه دا زړورتیا د ترهګرۍ د شومو موخو مخه ونیوله او څرګنده یې کړه چې هر پاکستانی د هېواد د دفاع لپاره چمتو دی

ایران پاکستان د امریکا سره په روان کړکېچ کې یوازینی رسمي منځګړی هېواد وباله



Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *