اسلام آبا: دفدرالي وزارت د سمندري چارو د منځنۍ اسیا افغانستان او نړیوالو بازارونو سره د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګوادر بندر د ټېرفونو د لوی کمښت رسمي اعلان کړی دی
د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د نوې ټېرف پالیسۍ هدف د ټرانزیټ او شپینګ فعالیتونو چټکول او د ګوادر بندر نړیوال سیالي ځواک لوړول دي
وزارت ویلي چې د کانټینر وړونکو بحري کښتیو او د ټرانزیټ کارګو راوړونکو کښتیو د برتھنګ فیس پنځه ویشت سلنه کم شوی دی او په نړیوال ټرانزشپمنټ کانټینر کارګو کې پورټ چارجز څلوېښت سلنه راکم شوي دي
ګوادر بندر د ټېرف کمښت او د سوداګرۍ د پراختیا نوې پالیسي
د نوي ټېرف جوړښت له مخې د ټرانزیټ کانټینر کارګو چارجونو کې یو دېرش سلنه کمی هم شوی چې سمدستي نافذ شوی دی
د سمندري چارو وزارت زیاته کړې چې د جنرل کارګو لپاره د یوې میاشتې وړیا ذخیره کولو اسانتیا هم د هڅونې په توګه وړاندې شوې ده چې د نورو ملي بندرونو د پنځو ورځو په پرتله ډېره لوړه اسانتیا ده
فدرالي وزیر جنید انور چودري ویلي چې د دې اقدام هدف د منځنۍ اسیا هیوادونو او نړیوالې بحري ترافیک زیاتول دي او ګوادر د سیمې د سوداګرۍ په نقشې کې مهم دروازه جوړول دي
وزارت ویلي چې د ټیټو عملیاتي لګښتونو او د منځنۍ اسیا افغانستان او منځني ختیځ ته د ستراتېژیک لاسرسي له امله ګوادر د نړیوالو سوداګرو لپاره غوره انتخاب ګرځي
حکومت تمه لري چې د دې تجارتي اسانتیاوو له امله به د کښتیو تګ راتګ زیات شي د ټرانزیټ لګښتونه به کم شي او په سیمه کې به د کار نوې موقعې رامنځته شي
نور ولولئ
په بلوچستان کې د بی ایل اې عملیات ناکام شول؛ 225 ترهګر وژل شوي او د ځوانانو لپاره د مرستې پروګرامونه اعلان شول