تازه خبرونه

ایران نوی مذاکراتي پلان: د اوربند په اړه نوې وړاندیزونه پاکستان ته سپارل شوي

د راپورونو له مخې، ایران په دې موقع څرګنده کړې چې پاکستان به د امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران رسمي او یوازینی منځګړی وي
اسماعیل بقایي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د جګړې پای ته رسول او تلپاتې سوله له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د تهران لومړیتوب دی

اسماعیل بقایي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د جګړې پای ته رسول او تلپاتې سوله له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د تهران لومړیتوب دی

اسلام آباد کې د راپورونو له مخې، ایران د پنجشنبې په ماښام (۳۰ اپرېل) له امریکا سره د اوربند او مذاکراتو په اړه خپله نوې مسوده پاکستان ته سپارلې ده۔

ایراني خبري سرچینو ویلي، ایران څرګنده کړې چې پاکستان به له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران یوازینی رسمي منځګړی وي۔

د ایران د بهرنیو چارو دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د جګړې پای ته رسول او د تلپاتې سولې ترلاسه کول له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران لومړیتوب دی۔

د پاکستان د منځګړیتوب رول

ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او د سیمې د سولې لپاره دغه مذاکرات خورا مهم ګڼل کېږي ایران هم پر پاکستان بشپړ باور څرګند کړی او هغه یې د امریکا سره د اړیکو او خبرو یوازینی رسمي چینل او منځګړی منلی دی۔

افغانستان کې د غربت بحران: له نیمایي زیات خلک مرستو ته اړتیا لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *