اسرائیلي پوځ د مدیترانې په نړیوالو اوبو کې د غزې محاصرې ماتولو لپاره روان د “ګلوبل صمود فلوټیلا” پر ضد لویه پوځي عملیات ترسره کړې ده. دا بیړۍ شاوخوا ۵۸ کښتۍ لري او له غزې نږدې ۶۰۰ میله لرې د یونان کریټ ټاپو ته نږدې هدف ګرځول شوې۔
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو ډرونونه، د اړیکو د ګډوډولو ټکنالوژي او مسلح ځواکونه کارولي او ۷ کښتۍ یې نیولي دي. عیني شاهدان وايي چې کښتۍ محاصره شوې، لیزرونه پرې لګېدلي او کارکوونکو ته ویل شوي چې لاسونه پورته او په زنګنو کېنني۔
د فلوټیلا غبرګون
د فلوټیلا تنظیموونکو دا اقدام پر بې وسلې ملکي کښتیو مستقیم برید او د نیولو هڅه بللې ده. دوی وايي له ۱۱ کښتیو سره اړیکه پرې شوې ده۔
کارکوونکي ادعا کوي چې اسرائیلي ځواکونو د راډیو چینلونو له لارې موسیقي غږولې او د اړیکو سیستمونه یې ګډوډ کړي، چې دا یو رواني فشار بلل شوی. همدارنګه ډرونونه په دوامداره توګه د بیړۍ څارنه کوي۔
د اسرائیلو دریځ
د اسرائیلو استازي ویلي چې دا بیړۍ مخکې له دې ودرول شوه چې د اسرائیلي ساحل ته نږدې شي، او کارکوونکو ته د اشدود بندر ته د تګ امر شوی دی۔
دا فلوټیلا له ۵۰ څخه زیاتې کښتۍ لري چې له ایټالیا څخه د نړیوالو فعالانو سره روانه شوې وه. غزه له ۲۰۰۷م کال راهیسې د محاصرې لاندې ده او هلته سخت بشري بحران روان دی۔
د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني اړیکه؛ د اوکراین او لبنان پر وضعیت تفصیلي خبرې