تازه خبرونه

ایران کې قدرت مذهبي مشرانو نه پاسداران انقلاب ته منتقل شو

د رائټرز راپور له مخې، په ایران کې د لسیزو مذهبي واک کمزوری شوی او پاسدارانِ انقلاب د دولتي پرېکړو تر ټولو قوي ځواک ګرځېدلی دی
د رائټرز له مخې، په ایران کې د مذهبي قیادت پر ځای پاسدارانِ انقلاب کنټرول ترلاسه کړی، چې له امله یې د تهران د پرېکړو بهیر اغېزمن شوی دی

د رائټرز له مخې، په ایران کې د مذهبي قیادت پر ځای پاسدارانِ انقلاب کنټرول ترلاسه کړی، چې له امله یې د تهران د پرېکړو بهیر اغېزمن شوی دی

امریکا او اسرائیل سره د روان شخړې په ترڅ کې د ايران د دولتي جوړښت په اړه د بدلون نښې ښکاره شوي دي. د رائټرز د راپور له مخې، د ۱۹۷۹م انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی چې په ايران کې د واک مرکز له دوديزې مذهبي قيادت څخه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (IRGC) ته منتقل شوی دی

رهبري په جوړښت کې بدلون

راپور کې ويل شوي چې که څه هم د ايت الله علي خامنه اي وروسته د هغوی زوی مجتبی خامنه اي ظاهراً د نظام مشر بلل کېږي، خو عملي توګه ټول مهم او ستراتيژيک پرېکړې د پاسداران انقلاب قوماندانان کوي

د جګړې اغېز پر دولتي پرېکړو

اوسنی جنګي حالت واکونه يو محدود او سخت دریځه حلقې ته راټول کړي دي، چې پکې عالي ملي امنيتي شورا او پاسداران انقلاب مرکزي رول لري

د ديپلوماتي اړیکو اغېز

سياسي شنونکي او ديپلوماتي سرچينې وايي چې دې بدلون د تهران د پرېکړه کولو بهیر اغېزمن کړی، چې له امله يې له واشنګټن سره د ممکنه خبرو اترو او ديپلوماتي اړیکو کې ځنډ رامنځته شوی د

ماهرين وايي چې په ايران کې د اعتدال پالې طبقې نفوذ ختم شوی او اوس ټول بحث د سخت دريځه پاليسيو پر شاوخوا څرخي. د ايران اوسنی تګلاره د بشپړې جګړې له مخنيوي سره سره په سيمه کې د خپل پوځي او اقتصادي نفوذ ساتلو ته متمرکزه ده

نوی د تبلیغ قانون: په افغانستان کې مذهبي نظم او که پر فکري ازادۍ بندیز؟

Related Articles

چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو پاروونکی اقدام؛ په ابتو کاریز کې پر کډیټ کالج د مارټر ګولیو برید، چې خوشبختانه پکې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی

April 29, 2026

د «غضب للحق» عملیاتو لاندې د پاک-افغان پولې پر سر د افغان طالبانو او فتنې الخوارج بریدونو ته قوي ځواب؛ د چمن په سیمه کې څو پوستې او پوځي وسایط ویجاړ، دښمن شاتګ ته اړ شوی

April 29, 2026

د مقبوضه کشمیر د مغل کورنۍ د دوو وروڼو مړینې د ۲۶ کلونو په واټن سره؛ د هندي پوځ له لوري د راشد مغل په ادعا شوې جعلي نښته کې شهادت د کشمیریانو زخمونه بیا تازه کړي دي

April 29, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر تاجک ټولنې د سخت تشدد، د بشري حقونو د جدي سرغړونو او د منظم نسلي فشار پېښو نړیواله اندېښنه رامنځته کړې ده

April 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *