د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په اسلام آباد کې د هغو افغان رسنیو ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې د کنړ په سیمه کې د پاکستان له لوري برید شوی د وزارت ویاند ویلي چې دا ډول خبرونه “جعلي او له حقیقت څخه لرې تبلیغات” دي
د افغان رسنیو پر راپورونو نیوکه
د وزارت په بیان کې ویل شوي چې ځینې افغان رسنۍ د فرضي پېښو او تصوراتي حملو خبرونه خپروي، څو واقعیتونه تحریف کړي، حال دا چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې
بیان کې د افغان ادارو په اړه ویل شوي چې د خپلو خلکو لپاره نه خدمات لري، نه د فلاح پروګرامونه او نه ښه حکمراني، له همدې امله دوی پر غلطو معلوماتو او د نفرت پر بیانیو تکیه کوي
د بهرني نفوذ ادعاوې
وزارت ویلي چې ځینې کړۍ د بهرني پروپاګنډ له لارې د سیمهییزو تاوتریخوالو د زیاتولو هڅه کوي او د خپلو داخلي ناکامیو څخه د پام اړولو لپاره جعلي روایتونه خپروي
د پاکستان امنیتي دریځ
په بیان کې ټینګار شوی چې پاکستان د ترهګرو پر ضد د “آپریشن غضب الحق” په چوکاټ کې د اقدام بشپړ حق لري او هر کله چې اړتیا وي د ترهګرو شبکو پر ضد اقدام کوي.
شفافه تګلاره او مسوولیت
وزارت ویلي چې پاکستان به د خپلو ټولو امنیتي عملیاتو مسؤلیت اخلي او هېڅ اقدام به پټ نه ساتي، بلکې د شفافیت پالیسي به تعقیبوي سفارتي کارپوهان دا بیان د افغان پولې په شاوخوا کې د وروستیو ترینګلتیاوو او د سیمهییزو بدلونونو په رڼا کې مهم بولي، وزارت په پای کې ویلي چې پاکستان به د خپلې خاورې او ملي امنیت په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د مستندو حقایقو پر بنسټ جاري ساتي
پاکستان او کرغزستان تجارتي لار، کابل تحفظات، مراسله استولې ده