د لاهور پوهنتون د سکیورټي، سټرېټيجي او پالیسۍ څېړنیز مرکز (سي ایس ایس پي آر) یوه جامع تحقیقي راپور خپور کړی، چې پکې ویل شوي “المرصاد” یو داسې پروپاګندیز پلیټ فارم دی چې د افغان طالبانو د استخباراتي جوړښت له خوا جوړ شوی او د صحافت تر پوښښ لاندې د پاکستان پر ضد منظم کمپاین چلوي
ډیجیټلي جګړه او معلوماتي هتکاري
راپور وایي چې پاکستان د یوې منظمې او څو اړخیزې معلوماتي جګړې سره مخ دی. “المرصاد” یوازې یوه ویبپاڼه نه ده، بلکې یو منظم سیسټم دی چې د مصنوعي ذهانت او همغږې غلطو معلوماتو له لارې کار کوي، او هدف یې د پاکستان د دولتي هویت تحریف او نړیوال باور ته زیان رسول دي.
د ډیپلوماټیکو هڅو پر ضد فعالیت
د راپور له مخې، دا پلیټ فارم د پاکستان د سولې لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د بدنامولو لپاره کارول کېږي. په ځانګړي ډول د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په اړه د پاکستان رول د دې کمپاین هدف ګرځول شوی، څو پاکستان د ایران ضد هېواد په توګه وښودل شي
د هند او افغانستان ادعا شوې همکاري
څېړنه ادعا کوي چې د دې معلوماتي جګړې تر شا د هند او افغانستان د سوشل میډیا شبکو همغږي شتون لري، چې د جعلي هویتونو له لارې د پاکستان–ایران اړیکې خرابولو هڅې کوي. راپور دا وضعیت د پخوانیو نړیوالو ډیجیټلي پروپاګند قضیو سره پرتله کوي
د مذهب ناوړه کارول
راپور خبرداری ورکوي چې “المرصاد” د مذهبي اصطلاحاتو ناوړه کارول کوي او د تاوتریخوالي د توجیه لپاره یې کاروي، په داسې حال کې چې د ترهګرو ډلو کړنې توجیه کوي او د دولت ضد بیانیه پیاوړې کوي
پایلې او خطرونه
د راپور له مخې، دا شبکه په څو ژبو مواد خپروي څو د پولې هاخوا نفوذ زیات کړي. هدف یې د پاکستان کمزوري کول، داخلي تقسیم زیاتول او نړیوال انزوا ته یې رسول دي. څېړونکي وایي چې د دې ډول معلوماتي جګړې پر ضد ملي پوهاوی او قوي ځوابي بیانیه اړینه ده