د ټرمپ سخت بیان
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د کډوالو پر ضد توند او سپک الفاظ کارولي او هند یې “جهنم” بللی دی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د هند او چین کډوال “د لیپ ټاپ سره ګانګسټرز” دي او پر هغوی یې د امریکا د بیرغ د سپکاوي تورونه هم لګولي دي.
د استحصال او نظام تورونه
ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا اوسنی نظام د “برتھ ټوریزم” له لارې ناوړه استفاده کېږي، یعنې خلک د تابعیت لپاره په امریکا کې د ماشوم د زیږون هڅه کوي. د هغه په وینا، هندي او چیني کډوال د امریکا د فلاحی نظام استحصال کوي او د هېواد د نفوس جوړښت بدلولو هڅه روانه ده
سیاسي او حقوقي بحثونه
دا بیان په داسې وخت کې راغلی چې په امریکا کې د زیږون تابعیت پر قانون ستره حقوقي بحث روان دی. ټرمپ غواړي چې دا قانون بدلون ومومي او د تابعیت موضوع د محکمو پر ځای د “ملي ریفرنډم” له لارې حل شي