تازه خبرونه

له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستنې شوي دي

له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغان کډوال په تېرې میاشت کې بېرته ستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرې وري میاشت کې ټولټال ۱۱۱ زره او ۳۲۴ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرې وري میاشت کې ټولټال ۱۱۱ زره او ۳۲۴ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه په خپل خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرې وري میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ټولټال ۱۱۱ زره او ۳۲۴ افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د راستنېدونکو د هېوادونو وېش

د وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني په وینا، له دې ډلې ۱۳ زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان څخه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران څخه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې څخه افغانستان ته ستنې شوې دي. همدارنګه ۳۲ زره او ۲۹۵ مجرد کسان هم په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو شکایتونه او ستونزې

راستانه شوي کډوال وایي چې په کوربه هېوادونو کې له سختو شرایطو، محدودیتونو او ناوړه چلند سره مخ شوي وو. د هغوی په وینا، ډېرو ته د خپلو شتمنیو د راټولولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او زیاتره توکي یې هلته پاتې شوي دي. همدارنګه د سرپناه نشتوالی او د لومړنیو خدماتو کمښت لویه ستونزه بلل کېږي

له بلې خوا د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې په ۱۱ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته له ۷ زرو څخه زیاتې استوګنیزې نمرې وېشلې دي، څو د سرپناه برخه کې مرسته وشي

د نوو پروژو او ښارګوټو پلان

یاد وزارت زیاتوي چې د راستنېدونکو لپاره د نوو ښارګوټو د جوړولو او د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو پر پروژو کار روان دی، څو د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر اسانه شي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *