د سند طاس تړون د یو اړخیز ځنډ یو کال پوره کېدل یوازې یو سفارتي شخړه نه ده، بلکې د جنوبي اسیا د سولې او ثبات لپاره یو جدي ګوزار دی، چې د نړیوالو قوانینو پر اغېز یې هم پوښتنې راپورته کړې دي. دا تړون چې په ۱۹۶۰ کې د نړیوال بانک په تضمین جوړ شوی و او له څو لسیزو جګړو او کړکېچونو سره سره یې خپل شتون ساتلی و، اوس د هند د سخت دریځ او د اوبو د واکمنۍ د فکر ښکار شوی دی
هند د دغه تړون یو اړخیز ځنډ او د اوبو د معلوماتو نه شریکول د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي. دا کار د پاکستان لپاره د خطر زنګ بلل کېږي، ځکه د سیندونو د اوبو جریان د هېواد د اقتصاد، کرنې او د میلیونونو خلکو د ژوند سره مستقیم تړاو لري
سند طاس تړون ځنډول
کارپوهان وايي چې د اوبو د جریان کنټرول او د معلوماتو پټول د “اوبو د فشار” یوه نوې بڼه ده، چې د پاکستان زراعتي او انرژۍ سیستم ته جدي زیان رسوي. په دې سره نه یوازې د خوراکي امنیت ستونزې زیاتېږي، بلکې د هېواد ټول اقتصادي پرمختګ هم اغېزمن کېږي
په دې نازک وضعیت کې اړتیا ده چې پاکستان خپل دریځ په قوي سفارتي، قانوني او نړیوالو فورمونو کې مطرح کړي او د اوبو د مسئلې لپاره یوه منظم او اوږدمهاله ستراتیژي جوړه کړي، څو د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي او د سیمې ثبات وساتل شي