پاکستان اوس د تاریخ په یو داسې پرېکنده پړاو کې ولاړ دی چې دولت د خپل بقا او په نړیواله کچه د له لاسه تللي وقار د بیا ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. خو په دې حساس حالت کې د پاکستان ځینې با نفوذه رسنیزې ډلې داسې ښکاري چې له ملي بیانیې څخه انحراف کوي. دا ډېر دردناک حقیقت دی چې په داسې حال کې چې پاکستان په نړیواله کچه د یوه مهم ډیپلوماټیک ځواک په توګه راڅرګندېږي او د نړۍ په ایوانونو کې د سولې او ستراتیژیک رول ستاینه کېږي، ځینې رسنۍ یوازې د لنډمهاله ریټینګونو او مالي ګټې لپاره د دښمن هېواد پروپاګند ته ځای ورکوي
د پیمرا اقدام
د پیمرا له لوري وروستی قانوني نوټس د دې څرګند ثبوت دی چې ځینې رسنۍ د ضابطه اخلاق ښکاره سرغړونه کوي. د راپور له مخې جیو نیوز د یوې هندي هنرمندې د مړینې خبر ته غیرمعمولي کوریج ورکړې او په دې دوران کې یې هندي سندرې او فلمي منظرې هم ښودلي، کوم چې د سپریم کورټ د ۲۰۱۸ کال د پرېکړې خلاف دي چې په پاکستان کې یې د هندي موادو پر خپرولو بندیز لګولی و.
ملي غیرت ته زیان
په داسې وخت کې چې د ملي غیرت او وطنپالنې غوښتنه دا وه چې رسنۍ د هغو عناصرو اصلي څېره بربنډه کړي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، برعکس د هغوی کلتوري موادو ته ځای ورکول د شهیدانو له قربانیو سره ښکاره بې وفایي ده. دا عمل د خلکو له احساساتو سره لوبې دي او د ذهني اغېزپذیرۍ ښکاره مثال ګڼل کېږي
د تخریبي هڅو تور
کله چې نړۍ د پاکستان د ډیپلوماټیکو بریاوو ستاینه کوي، ځینې رسنیز عناصر دا بریاوې تر پوښتنې لاندې راولي او د شک فضا جوړوي. دا چلند غیر مسوولانه ژورنالیزم نه بلکې د ملي ګټو خلاف یوه منظمې هڅې ته ورته ښکاري
کلتوري یرغل
نننۍ جګړې یوازې په سرحدونو نه، بلکې په ذهنونو کې روانې دي. د دښمن هېواد د کلتوري موادو ته ځای ورکول د فکري یرغل برخه ده، چې د ځوان نسل په ذهنونو کې نرم انځور جوړوي. دا د یوې اوږدې او منظمې “هایبرډ جګړې” برخه ګڼل کېږي
پایله
اوس اړتیا ده چې ریاستي ادارې د رسنیو د دې فکري بېلارۍ مخه ونیسي. د اشتہاراتو او مالي ګټو په خاطر د ملي احساساتو قرباني کول د منلو وړ نه دي. رسنۍ باید د څلورم ستوني په توګه د ملي بیانیې او د هېواد د دفاع ذمه واري په سمه توګه ترسره کړي، نه دا چې د بهرني ایجنډا وسیله وګرځي