د ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي مرستیال استازي عثمان جدون په نیویارک کې د او آی سي د سفیرانو په مهمه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د لبنان پر ناوړه بشري وضعیت بحث وشو. په غونډه کې د وینا پر مهال هغه په لبنان کې د زیاتېدونکي بشري بحران په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هره ورځ هلته وضعیت لا خرابېږي. هغه وویل چې په جنوبي سیمو او ګڼ مېشتو ځایونو کې د اسرایلو بمباري د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ دی
At OIC Meeting, Pakistan Condemns Israeli Strikes in Lebanon, Urges De-Escalation and Humanitarian Access
— Permanent Mission of Pakistan to the UN (@PakistanUN_NY) April 14, 2026
United Nations, April 13, 2026: Ambassador Usman Jadoon, Deputy Permanent Representative of Pakistan to the UN, attended the OIC Ambassadorial meeting held at the UN… pic.twitter.com/A2fWpOff7l
د خپلواکۍ ملاتړ
عثمان جدون څرګنده کړه چې پاکستان د لبنان د خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کوي. هغه د اسرایلو روانه پوځي بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې د ملکي زیربناوو د ویجاړۍ لړۍ دې ژر تر ژره ودرول شي. هغه د لبنان د حکومت د سولې، ثبات او د دولتي واک د پیاوړتیا هڅې، په ځانګړي ډول د مارچ د ۲مې د کابینې پرېکړه هم وستایله
پر سوله ساتو ځواکونو بریدونه او ډیپلوماټیک حل
پاکستاني استازي د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د اسرایلو بریدونه په سختو ټکو وغندل، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې زیانمنو سیمو ته دې بې خنډه بشري لاسرسی او بیړنۍ مالي مرستې باوري کړي. عثمان جدون وویل چې سیمه له لا زیاتو ویجاړیو د ژغورلو لپاره زغم، د تاوتریخوالي کمول او نوې ډیپلوماټیکې هڅې اړینې دي، ځکه دوامدار سوله یوازې د سیاسي خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو په درناوي ممکنه ده