د پنجاب په ضلعو جهنګ او سرګودها کې د حساسو ادارو او سي ټي ډي په ګډو عملیاتو کې د “فتنه الخوارج” ډلې یو خطرناک ځانمرګی بریدګر او دوه ترهګر نیول شوي دي د عملیاتو پر مهال له دوی څخه ځانمرګی جیکټ او په لویه کچه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي
فتنه الخوارج
د ویاند په وینا، لومړی عملیات په جهنګ کې ترسره شول، چیرې چې د “فتنه الخوارج” اړوند یو ډېر مطلوب ځانمرګی بریدګر ونیول شو له هغه څخه تیار ځانمرګی جیکټ او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي، چې د معلوماتو له مخې هغه غوښتل د یو مهم هدف پر ضد وکاروي
بلخوا په سرګودها کې په بله مهمه عملیاتو کې یو بل ترهګر نیول شوی چې د حساسو ادارو پر ضد بریدونو کې لاس لري لومړنۍ څېړنې ښيي چې نیول شويو کسانو په پنجاب کې د پولیسو پر پوستو د لویو بریدونو پلان جوړ کړی و او د امرونو په تمه وو
امنیتي چارواکو ویلي چې د دې نیونو له لارې په سیمه کې د ترهګرۍ یوه لویه شبکه افشا شوې ده. نیول شوي کسان نامعلوم ځای ته لېږدول شوي او پلټنې ترې روانې دي