تازه خبرونه

  امنیتي ګواښونه: نن په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز اعلان شوې

د ضلعي انتظامیی له لوري اعلامیه خپره شوې چې خلک دې په تګ راتګ کې له ډیر احتیاط کار واخلي او خپل فعالیتونه دې محدود کړي
په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې امنیتي وضع ډیره خرابه شوې ده

انتظامیه ویلي دي چې په سیمه کې به د کرفیو په اړه د انتظامیه پخوانۍ تګلاره پر ځایی وي او د شپې به کرفیو وي (فایل فوټو، رایټرز)

پاک افغان سرحد سره نزدې د شمالي وزیرستان په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د نقل و حرکت  له امله ضلعي انتظامیې عام ولس ته خبرداری (الرټ) جاري کړی او اعلان یې کړی چې نن د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ ۱۸مه به په سیمه کې ګرځبندیز وي

د ضلعي انتظامیې له خوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په نظر کې نیولو سره ولس باید د سفر او ورځنیو فعالیتونو په اړه له ډیر احتیاطه کار واخلي

انتظامیې زیاته کړې چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۸مه، ۲۰۲۶ کال، د سهار له ۸ بجو څخه به د ماښام تر ۶ بجو پورې  په ټول شمالي وزیرستان کې کرفیو وي

ځایی خلکو ته سپارښتنه شوې چې د یادې ورځې پر مهال دې  خپلې غیر ضروري چارې او ورځنۍ مصروفیتونه وځنډوي، تر څو له هر ډول ستونزو څخه خوندي شي

عام ولس څخه غوښتنه لارښوونه شوې چې د نظم او امن د ټینګښت لپاره له قانون پلي کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي ترڅو د سیمې امن او ثبات او د خلکو ژوند خوندي شي

انتظامیې دا هم ویلي چې په ولسوالۍ کې له مخکې نافذ د شپې مهال بندیزونه به پر خپل ځای پاتې وي، چې له مخې به یې د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې د عامو خلکو پر تګ راتګ بشپړ بندیز وي او خلکو ته په کلکه لارښوونه شوې چې په دې وختونو کې له خپلو کورونو بهر ونه وځي

د ضلعي انتظامیې په وینا، دا ګامونه د سیمې د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د عملیاتي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره اخیستل شوي دي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان ،باجوړ او ضلع خیبر په شمول یو شمیر نور سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

د ترهګریز بریدونه په غبرګون کې د امنیتي چارواکو وینا ده چې د ترهګرو پر ضد به سخت اقدام کولې شي ترڅو په سیمه کې امن او ثبات راشي او د عام ولس ژوند خوندي شي

نورخبرونه: شمالي وزیرستان کې مهم رابطه پل ترهګرو الوځولې دې

 شمالي وزیرستان  بویا کیمپ ځانمرګي برید:یو بریدګر افغان وو

 بنو کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر پر قافله برید: اسسټنټ کمشنر او دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي

 شمالي وزیرستان کې اته ترهګر له منځه ویوړل شول

Related Articles

افغان طالبانو وایی چې له تورخم څخه۵۷۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي

January 18, 2026

سردار آیاز صادق وویل پاکستان یو ګاونډي هیواد سره شخړه لري چې هغه زموږ د هیواد ماشومانو د ژوند سره لوبې کوي

January 17, 2026

د قامي احتساب ادارې دفتر د معلوماتو ترمخه د امیر زیب په بانکي حسابونو کې له ۳۵ کروړه او ۷۲ لکه روپیو څخه زیاته اندازه پیسې ترانسفر شوې وې

January 17, 2026

د سرچینو ترمخه نښته د تحریک طالبان او جماعت الاحرار ډلو جنګیالو ترمنځ شوې ده چې په پایله کې ی ۴ څلور ترهګر وژل شوي دي

January 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *