تازه خبرونه

 شمالي وزیرستان  بویا کیمپ ځانمرګي برید:یو بریدګر افغان وو

د بویا کیمپ دې ځانمرګي برید ګر د تعذیت لپاره په کابل کې د تعزیت غونډه هم جوړ شوې وه چې دا ښایی افغان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي
د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د ځانمرګي برید وروسته د امنیتي ځواکونو پر مرکز د اوښتو زیانونو څېړنه

د شمالی وزیرستان دې وروستي بریدګر چې افغان وګړې وو، دا تایدوي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټځایونه دي او پاکستان ددې تکرار په نړیوالو فورمونو بیا بیا کړې دي

اسلام‌اباد : د پاکستان امنیتي او استخباراتي سرچینې وایی د دسمبر په ۱۹مه د شمالي وزیرستان د بویا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز  شوي ځانمرګي برید کی یو افغان وګړی هم پېژندل شوی

په دې خونړي برید کې  څلور برید ګر شامل وو ،یو برید ګرد سیکوریټي کیمپ مخې ته خپل د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه  

ددې برید وروسته  چې یو برید ګر افغان تبیع وو، له افغانستان څخه د راټوکېدونکې سرحدپولې ترهګرۍ په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي . سرچینې وایی  یاد بریدګر ذکي‌الله چی په احمد وزیرستانی مشهور وو ، د افغانستان د مساحي ولسوالۍ د قطغن کلي اوسېدونکی دی

 رپورټونه وايي  دا برید د ګل بهادر شبکې پورې تړلې ډلې ترسره کړی، چې د پاکستان–افغانستان د سرحدي سیمو په اوږدو کې فعالیت لري

چارواکو ویلي چې د یاد ځانمرګي بریدګر لپاره په کابل کې د عام تعزیت غونډه هم جوړه شوې وه، چې دا موضوع په افغانستان کې د وسله‌والو لپاره د ټولنیز او ایډیالوژیک فضا د شتون په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

امنیتي پوهان وایي، دا ډول څرګندونې د افراطي نظریاتو د دوام او زغمل کېدو نښه ده.

د پوهانو په وینا د برید وروستو  پاکستان هغه اوږدمهاله اندېښنې بیا راژوندۍ کړې دي، چې له مخې یې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد بریدونو لپاره لوژستیکي، ایډیالوژیک او عملیاتي ملاتړ برابروي

اسلام‌اباد بیا بیا  ویلي چې داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان   او د ګل بهادر شبکې په څېر ډلې د افغانستان په خاوره کې پټ ځایونه او د عملیاتو ازادي لري او په پاکستان کی د حملو دپاره د افغانستان خاوره کارولی کیږی خو افغانستان ددی څخه انکار کوی

امنیتي چارواکي وایي، د شمالي وزیرستان په برید کې د یوه افغان وګړي په ګډون د بهرني ملاتړ او سرحدي پولې همغږۍ څرګند ثبوت دی او دا ادعاوې ننګوي چې دا ډول تاوتریخوالی یوازې کورنی بڼه لري

 د دوی په وینا، پرله‌پسې سرحدي بریدونه ښيي چې ترهګري یوه سیمه‌ییزه او تر ملي پولو اوښتې ده

پاکستان د طالبانو د واکمنۍ د ادارې د کمزورې ترهګرۍ ضد پلي‌کولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې زغم او بې‌پروایي هغوی ته د بیا منظم کېدو، جذب او د نوو بریدونو د پلانولو زمینه برابروي

شنونکي وایي، دا وروستي پرمختګونه د پاکستان دریځ نور هم تاییدوي چې له افغانستان څخه مېشتې ترهګرې شبکې نه یوازې د سیمې ثبات، بلکې نړیوال امنیت هم ګواښي، ځکه افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د پټ ځای، جذب او د بریدونو د پیل د مرکز په توګه کارول کېږي

نورخبرونه: په بویا کیمپ سیکوریټي ځانمرګي برید: پاکستان د افغان طالبانو پر وړاندې سخت احتجاج کړې

 شمالي وزیرستان کې  امنیتي ځواکونو ځانمرګي برید ناکامه کړې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *