تازه خبرونه

د پاکستان غوښتنه ده چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: عطاتارړ

د اسلام اباد ځانمرګي برید په اړه مهم پرمختګ شوې،لومړې څیړنې وایی چې برید ګر له باجوړ څخه راغلې
پرون د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او وانا کیډټ کالج له ترهګرو لوري ځانمرګي بریدونه ترسره شول

عطا تارړ ویلي دي چې پاکستان به د اسلام آباد او وانا کیډټ کالج بریدونو کې ککړ لاسونه به نړیوالو ته ورپه ګوته کولې شي

د اسلام اباد ځانمرګي برید په اړه مهم پرمختګ

اسلام آباد: د  تحقیقاتي ادارو له خوا د اسلام‌اباد په جوډېشل کمپلېکس کې د ځانمرګي برید په اړه ابتدایي راپور تیار شوی دی۔راپورټ ښيي چې ځانمرګی بریدګر د باجوړ اوسېدونکی و۔ د لومړنیو موندنو له مخې بریدګر د جمعې په ورځ اسلام‌اباد ته راغلی و او د پیرودهاي سیمې څخه د موټر سایکل په وسیله د جي‌الیون جوډیشل کمپلیکس ته رارسیدلې وو

سرچینې وايي، د راپور له مخې بریدګر د برید پر مهال څادر اغوستې وه تر څو ځان پټ وساتي، د اسلام‌اباد د پولیسو مشر (آئی‌جي) په وینا، د پېښې د څېړنې لپاره تر اوسه د ۹۲ ویډیوګانو فوٹیجز د مصنوعي ذکاوت  په مرسته راټولې شوې دي

په برید کې د کارول شوي چاودېدونکي موادو وزن نږدې ۸ کیلوګرامه و، چې پکې بال بیرنګز  هم استعمال شوي وو، څو د زیان کچه لوړه کړي، د ابتدایي راپور له مخې، بریدګر یوازې یو تن وو خو د هغه  هېنډلر یا مرسته کوونکي د هویت د تصدیق هڅې روانې دي

آئی‌جي اسلام‌اباد زیاتوي چې یو موټر سایکل او یو موټر مشکوک ګرځول شوي دي او د کیمرو د بیک ټرېکینګ  ) له لارې نور شواهد راټولېږي، د فرانزیک، سی‌ټي‌ډي، انویسټېګېشن، سیف‌سېټي او نور د حساسو ادارو ډلې دا مهال د پېښې ټول شواهد څېړي او نورې پلټنې ی هم پیل کړي دي

د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاتارړ ویلي دي چې د پاکستان افغانستان څخه یوازې یوه غوښتنه ده او هغه داده چې باید د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد و نه کارول شي، هغه اوویل چې د اسلام آباد او وانا بریدونو کې ککړ خلک به نړي ته وښودل شي

عطاتارړ جیو نیوز سره مرکه کې اوویل چې د وانا کیډټ کالج اپریشن ډیر حساس عملیات وو،زیاته ی کړه که چرې په صحیح او دقیق توګه دا عملیات نه وې ترسره شوي نو د پیښور آرمي سکول پیښې څخه زیات زیان کیدلې شو

وفاقي وزیر روښانه کړه چې د اسلام‌اباد او وانا پېښو به جدي څېړنې وشي او هر هغه څوک چې په دې  ترهګریز بریدونو کې ښکېل وي،  د نړۍ مخې ته به بې‌نقابه کړل شي

نوموړي د وانا په کیډټ کالج د بریدګرو پر ضد د بریالۍ عملیاتو په اړه د د پاکستان اسلامی پوځ ستاینه وکړه او دوی له مبارکي ورکړه چې په ډیره میړانه ی عملیات بشپړ کړل او د زده کوونکو او استاذانو ژوند ی وژغورل

وفاقي وزير اطلاعات زیاته کړه چې پاکستان تازه په سیمه‌ییزه کچه له هند او افغانستان سره جنګ کړې او ګټلې دې، زیاته ی کړه چې  زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او له افغانستانه د ترهګرو ملاتړ او اسانتیاوې ورکول پای ته ورسېږي عطا تارړ ټینګار وکړ چې د اسلام‌اباد او وانا پېښو څېړنې به دوام ولري، کلک شواهد به د دوست هېوادونو او نړیوالو فورمونو سره شریک کړل شي، او د ترهګرۍ په دې پېښو کې د لاس لرونکو پر وړاندې به د شواهدو پر بنسټ عملي تګلاره جوړه شي۔ هغه وویل چې که څوک هم په دې بریدونو کې ککړ وو نو نړۍ ته به ی را بربنډ کړو

نورخبرونه: وانا کیډټ کالج برید: ټول ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر الوتنې د مارچ ۱۷ نېټه لپاره دوه ساعته وځنډول شوې. چارواکي مسافرینو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو هوايي شرکتونو تازه معلومات تعقیب کړي

March 16, 2026

د پولې تر هاخوا د مارټر توغندي په باجوړ کې یو کور وویشت، څلور وروڼه ووژل شول او یو ملکي وګړی ټپي شو، چې د امنیت اندېښنې راپورته کړې

March 16, 2026

پاکستان د سویل وزیرستان د برید جعلي ویډیو رد کړه. د حقایقو پلټنې ښيي چې ویډیو په حقیقت کې د کردستان، عراق څخه اخیستل شوې وه

March 16, 2026

بنګله‌دېش په میرپور کې په درېیمه یوه ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درېیو لوبو لړۍ یې وروسته له یوه زړه راښکونکي سیالۍ وګټله

March 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *