تازه خبرونه

وانا کیډټ کالج برید: ټول ترهګر له منځه وړل شوي

په وانا کیډټ کالج کې ټول زده کوونکو او استاذان خوندي خونو ته انتقال شول،اپریشن بشپړ شول او ترهګر له منځه وړل شوي دي،امنیتي چارواکي
د امنیتي چارواکو ترمخه ترهګرو په ۱۰م نومبر د وانا کیډټ کالج په دروازه ځانمرګي برید وکړو

لومړې پلټنې ښایی چې برید ګرو ته له افغانستان څخه لارښوونه کیدله او دوی له افغانستان سره نور ترهګرو سره په اړیکو کې وو

 پیښور: د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وانا کیډټ کالج برید کوونکي پنځه تنه وو، چې یو یې ځانمرګی برید وکړ او څلور نور د امنیتي ځواکونو په بریالي عملیاتو کې له منځه یووړل شول

امنیتي چارواکي وايي چې دا مهال د کالج ودانۍ د ماینونو د شک له امله پاکېږي او د عملیاتو پر مهال د کالج هېڅ زده‌کوونکي یا ښوونکي ته زیان نه دی رسېدلی

امنیتي چارواکو زیاته کړه چې د برید پر مهال نږدې ۶۵۰ کسان په کالج کې موجود وو، چې له هغې ډلې ۵۲۵ تنه کیډټان وو. ټول زده‌کوونکي او استاذان په خوندي ډول ژغورل شوي دي او له کالج څخه خوندي ځایونو ته رسول شوي دي

امنیتي سرچینې وايي چې په وانا کیډټ کالج کې د ترهګریز برید پر مهال د ترهګرو له منځه وړلو لپاره د عملیاتو پر مهال ډېر احتیاط او دقیق پلان عملي شو، څو د زده‌کوونکو او استاذانو ژوند خوندي پاتې شي او دوی ته کوم زیان و نه رسیږي

لومړې څیړنې ښایی چې  د برید کوونکو تړاو له افغانستان سره ښودل شوی او هغوی ته د برید پر مهال د افغانستان له خاورې د ټیلیفون له لارې لارښوونې کېدلې. دا خوارج د کالج د یوه ودانۍ په دننه کې پټ شوي وو چې د کیډټانو له استوګنځي لرې وه

تېره ورځ برید کوونکو د کالج د لوی دروازې سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګاوه، چې له امله یې د کالج دروازه ونړېده او نږدې ودانیو ته هم زیان ورسېد.

په اوس وخت کې د بم شنډوونکو ټیمونه د کالج ساحه د بشپړې پاکۍ لپاره پلټنې کوي، څو د بارودي سرنګونو هر ډول خطر له منځه یووړل شي.

د امنیتي ځواکونو دریځ
امنیتي ادارو د پېښې تر شا د افغان خوارجو لاس لرل تایید کړي او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د پاکستان د ثبات او زده‌کوونکو د ژوند د ورانولو هڅې دي، خو دا هڅې به ناکامه شي

مهمه ده چې یادونه وشی چې پرون په اسلام آباد جوډیشل کمپلیکس هم یو خونړې ځانمرګي برید ترسره شو چې په پایله کې ی ۱۲ کسان شهیدان شول ، د یاد برید ذمه واري له ټي ټي پي څخه جلا شوې یو ترهګرې ډلې جماعت الاحرار په خپله غاړه واخستله

نورخبرونه: نړیوالو هیوادونو اسلام اباد او وانا کیډټ کالج ځانمرګي بریدونه غندلې

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *