تازه خبرونه

د پاکستان غوښتنه ده چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: عطاتارړ

د اسلام اباد ځانمرګي برید په اړه مهم پرمختګ شوې،لومړې څیړنې وایی چې برید ګر له باجوړ څخه راغلې
پرون د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او وانا کیډټ کالج له ترهګرو لوري ځانمرګي بریدونه ترسره شول

عطا تارړ ویلي دي چې پاکستان به د اسلام آباد او وانا کیډټ کالج بریدونو کې ککړ لاسونه به نړیوالو ته ورپه ګوته کولې شي

د اسلام اباد ځانمرګي برید په اړه مهم پرمختګ

اسلام آباد: د  تحقیقاتي ادارو له خوا د اسلام‌اباد په جوډېشل کمپلېکس کې د ځانمرګي برید په اړه ابتدایي راپور تیار شوی دی۔راپورټ ښيي چې ځانمرګی بریدګر د باجوړ اوسېدونکی و۔ د لومړنیو موندنو له مخې بریدګر د جمعې په ورځ اسلام‌اباد ته راغلی و او د پیرودهاي سیمې څخه د موټر سایکل په وسیله د جي‌الیون جوډیشل کمپلیکس ته رارسیدلې وو

سرچینې وايي، د راپور له مخې بریدګر د برید پر مهال څادر اغوستې وه تر څو ځان پټ وساتي، د اسلام‌اباد د پولیسو مشر (آئی‌جي) په وینا، د پېښې د څېړنې لپاره تر اوسه د ۹۲ ویډیوګانو فوٹیجز د مصنوعي ذکاوت  په مرسته راټولې شوې دي

په برید کې د کارول شوي چاودېدونکي موادو وزن نږدې ۸ کیلوګرامه و، چې پکې بال بیرنګز  هم استعمال شوي وو، څو د زیان کچه لوړه کړي، د ابتدایي راپور له مخې، بریدګر یوازې یو تن وو خو د هغه  هېنډلر یا مرسته کوونکي د هویت د تصدیق هڅې روانې دي

آئی‌جي اسلام‌اباد زیاتوي چې یو موټر سایکل او یو موټر مشکوک ګرځول شوي دي او د کیمرو د بیک ټرېکینګ  ) له لارې نور شواهد راټولېږي، د فرانزیک، سی‌ټي‌ډي، انویسټېګېشن، سیف‌سېټي او نور د حساسو ادارو ډلې دا مهال د پېښې ټول شواهد څېړي او نورې پلټنې ی هم پیل کړي دي

د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاتارړ ویلي دي چې د پاکستان افغانستان څخه یوازې یوه غوښتنه ده او هغه داده چې باید د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد و نه کارول شي، هغه اوویل چې د اسلام آباد او وانا بریدونو کې ککړ خلک به نړي ته وښودل شي

عطاتارړ جیو نیوز سره مرکه کې اوویل چې د وانا کیډټ کالج اپریشن ډیر حساس عملیات وو،زیاته ی کړه که چرې په صحیح او دقیق توګه دا عملیات نه وې ترسره شوي نو د پیښور آرمي سکول پیښې څخه زیات زیان کیدلې شو

وفاقي وزیر روښانه کړه چې د اسلام‌اباد او وانا پېښو به جدي څېړنې وشي او هر هغه څوک چې په دې  ترهګریز بریدونو کې ښکېل وي،  د نړۍ مخې ته به بې‌نقابه کړل شي

نوموړي د وانا په کیډټ کالج د بریدګرو پر ضد د بریالۍ عملیاتو په اړه د د پاکستان اسلامی پوځ ستاینه وکړه او دوی له مبارکي ورکړه چې په ډیره میړانه ی عملیات بشپړ کړل او د زده کوونکو او استاذانو ژوند ی وژغورل

وفاقي وزير اطلاعات زیاته کړه چې پاکستان تازه په سیمه‌ییزه کچه له هند او افغانستان سره جنګ کړې او ګټلې دې، زیاته ی کړه چې  زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او له افغانستانه د ترهګرو ملاتړ او اسانتیاوې ورکول پای ته ورسېږي عطا تارړ ټینګار وکړ چې د اسلام‌اباد او وانا پېښو څېړنې به دوام ولري، کلک شواهد به د دوست هېوادونو او نړیوالو فورمونو سره شریک کړل شي، او د ترهګرۍ په دې پېښو کې د لاس لرونکو پر وړاندې به د شواهدو پر بنسټ عملي تګلاره جوړه شي۔ هغه وویل چې که څوک هم په دې بریدونو کې ککړ وو نو نړۍ ته به ی را بربنډ کړو

نورخبرونه: وانا کیډټ کالج برید: ټول ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *