د ملک بیله بیلو صوبو څخه د افغان مهاجرنیو افغانستان ته واپس ستنیدل دوام لري او د خیبر پښتونځوا د کورنیو او قبایلي چارو اړوند ریاست یو راپور خپور کړې چې له مخې ی تر لومړي ۱ نومبر پورې اته لکه، اته ویشت زره ،شپږ سوه او درې نوي ، ۸۲۸،۶۹۳ غ افغان وګړي افغانستان ته واپس لیږل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا کورنیو چارو ادارې ترمخه تر اوسه پورې یولک شپږ څلویشت زره، دوه سوه او اووه اتیا، ۱۴۶،۲۸۷ هغه افغان وګړي چې پي او آر کارډر لري افغانستان ته واپس لیږل شوي، هم دې دفتر د معلوماتو له مخه څلور پنځوس زره ، دوه سوه او پنځوس، ۵۴،۲۵۰ افغان مهاجرین چې افغان سیټیزن کارډ لري له خیبر پښتونخوا په لار افغانستان ته واپس لیږل شوي دي
د یاد خپور راپور ترمخه په لومړۍ نیټه د نومبر میاشتې د تورخم لارې یوازې ۵،۲۲۰ افغان وګړي چې پي او آر کارډ ی لری، افغانستان ته ډیپورټ کړې شول، ۴۰۱ افغان وړي چې افغان سیټزن کارډ ی لری له تورخم لارې افغانستان ته واپس ولیږل شول
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې له امله او د افغانستان لوري په پاکستاني سیمو د برید وروسته پاکستان له ۱۲م د اکتوبر تورخم سرحد د هرقسم تګ راتګ لپاره تړلې وو او تورخم اړخ ته یو شمیر افغان کډوال هم بند پاتې وو چې له سختو ستونز سره مخ وو
افغانستان ته واپس ستنیدونکو افغان کورنیو له پاکستان حکومت څخه ځانګړې مننه وکړه چې دوی لپاره ی تورخم سرحد پرانستلو او دوی خپل هیواد ته روان دي.

مهمه ده چې یادونه وشی چې تر لومړي ۱ نومبر پورې اته لکه، اته ویشت زره ،شپږ سوه او درې نوي ، ۸۲۸،۶۹۳ افغان وګړي افغانستان ته واپس لیږل شوي دي. په دې افغان وګړو کې پینځه لکه ، شپږ نوي زره ،دوه سوه او دوه دیرش ، ۵۹۶،۲۳۲ هغه افغان وګړي هم افغانستان ته واپس ډیپورټ شوي چې په پاکستان کې پرته له قانوني اسنادو په غیرقانوني توګه اوسیدل
د افغان وګړو واپس افغانستان ته د لیږلو په اړه د پاکستان چارواکو دریځ دې چې له افغانستان څخه د نیټو ځواکونو وتلو وروسته په پاکستان کې د افغان وګړو د پاتې کیدلو جواز نه دې پاتې او وس افغان وګړي باید خپل وطن ته لاړ شی او خپل وطن آباد کړي.
د افغانستان طالبانو حکومت هم هره ورځ افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو په اړه راپور خپروي، په یو خپور راپور کې وایی چې په سرحدي سیمو کې افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو لپاره کیمپونه جوړ شوي دي او په دې کیمپونو کې د افغان کورنیو رجسټریشن ترسره کیږي، په راپور کې وایی چې د پرون شنبې،خالي په ورځ د بیله بیلو کیمپونو څخه ۵،۱۱۸ افغان وګړي چې ۸۵۳ کورنۍ وې، د افغانستان بیله بیلو ولایتونه ته لیږل شوي دي
په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو مهاجرینو اړوند ادارې یو این ایچ سي آر د شمیرو ترمخه په پاکستان کې ۱.۴ یومیلیون اعشاریه ۴ یعني ۱۴لکه پي او آر کارډ لرونکي او څه کم او زیات ۸اته لکه افغان سیټزن کارډ لرونکي افغانان میشت دي.


نورخبرونه
افغانستان ته واپس تلونکو افغان مهاجرینو لپاره نن تورخم پوله خلاصیږي
حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې
پرون څومره افغان کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي، ځانګړې راپور خپور شوې