تازه خبرونه

افغانستان ته واپس تلونکو افغان مهاجرینو لپاره نن تورخم پوله خلاصیږي

په تورخم کې سرکاري سرچینو تاید کړې چې د تورخم اړوند ادارو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې نن په ۱ لومړي نومبر خپلو دفترونو کې حاضر شي
تورخم سرحد به د افغان مهاجرینو پر مخ خلاص وی ،نور افغان مسافر دې تورخم ته نه راځي: افغان چارواکي

پاک افغان بارډر تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې او د افغان لوري په پاکستان د برید په غبرګون کې د پاکستان لوري په ۱۲ام اکتوبر وتړل شوه

پاک افغان پوله تورخم به نن په ۱ لومړي نومبر د افغان مهاجرنیو پر مخ پرانستل شي، د پاکستان کسټم هاوس یو اهلکار د واټس اپ مسج له لارې اړوند اهلکارو ته لارښوونه کړې چې د شنبې،خالي په ورځ تورخم ته حاضر شي

د افغانستان په لور تورخم کې د افغان سرحدي پولیسو ویاند هم یو مسج خپور کړې د تورخم یواځې د کډوالو (مهاجرینو) لپاره بېرته پرانیستل کېږي، په دې مسج کې وایی چې افغان هیوادوال او مسافرین دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه د پاکستان لورې له قوله دروازه دا مهال یواځې د مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي

 په دې اړه د افغانستان د سرحدي پولیسو وياند عابدالله فاروقي وايي، تورخم بندر چې څه موده وړاندې د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوی،یواځې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل کېږي. 

فاروقي ويلي، نور هیوادوال او مسافر دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه دروازه دا مهال یواځې د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل کېږي.

نورخبرونه: افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

د امنیتي چارواکو په وینا، دا ډول جعلي خبرونه د خلکو د ګمراه کولو او د آغا جان معتصم د نیونې په څېر مهمو پرمختګونو څخه د پام اړولو لپاره خپرېږي

April 19, 2026

فاکس نیوز راپور کې احمد سعید په اړه ویل شوي چې هغه دوامداره هڅې کوي او فعال ډیپلومات دی

April 19, 2026

که امریکا له ایران سره مقابله ونه کړي، باید له چین سره له شخړې ډډه وکړي

April 19, 2026

مودي به تر کومه د پاکستان ضد احساساتو پر بنسټ خلک استحصالوي؟ تاوتریخجنه بیانیه نفرت او ستونزې زیاتوي—نرېندرا مودي دې د سولې لاره خپله کړي

April 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *