اسلام آباد: د پاکستان پوځ سرلښکر فیلډ مارشل سید عاصم منی دا مهال د مصر عرب جمهوریت ته په رسمي سفر تللی دی، له آیی ایس پي لوري خپور راپور کې ویلې شوي دي چې د پاکستان فیلډ مارشل په مصر کې مهمو او لوړپوړه چارواکو سره لیدنې کړي دي
د خپور راپور ترمخه ددې سفر هدف د دواړو ورور ملتونو پاکستان او مصر تر منځ د پوځي همکاریو او دفاعي همکارۍ لا پیاوړې کول دي۔
فیلډ مارشل د مصر د دفاع او دفاعي تولید وزیر جنرال عبدالمجید صقر، او د مصر د وسلهوالو ځواکونو د عمومي ستاد مشر لېفټننټ جنرال احمد خلیفه فتحي سره جلا جلا کتنې وکړې۔ په دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د دفاعي همکارۍ پر موضوعاتو خبرې وشوې او یوبل مسلمان ورور هیواد سره د همکاریو ژمنه او ډاډ ورکړل شو
د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل څرګنده کړه چې مصر د پاکستان یو ورور هېواد دی، او د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري نه یوازې د دواړو ملتونو خلکو ته ګټه رسوي، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به هم مهم رول ولوبوي۔
د دفاع وزارت ته د ورتګ په مهال فیلډ مارشل جنرل عاصم ته تود هرکلی او ستړي مشي اوویل شود او د هغوی په درناوي کې د مصر دفاعي ځواک چمتو سرتیرو له لوري ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو۔ فیلډ مارشل د نامعلوم سرتېري په یادګار باندې او د پخواني ولسمشر محمد انور السادات پر مزار هم د ګلونو ګیډۍ کېښودلې او ددوی قربانۍ ی وستایلې
د راپور ترمخه د پاکستان پوځ مشر او سرلښکر د الازهر ستر امام شیخ احمد الطیب سره په مشیخته الازهر الشریف کې وکتل۔ ستر امام د امتِ مسلمه ته ی د نن سبا وخت کې راپښ شوي ننګونو سره تړلې خپلې اندېښنې شریکې کړې، او فیلډ مارشل عاصم منیر د ترهګریز سوچ او فکر او د اسلام په ضد غلطو او بې بنیاده تشریح کولو له منځه وړلو اړتیا په اړه خپله څرګندونه وکړه


نورخبرونه
د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په امریکا کې د پاکستان دریځ
د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ
پاکستان د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې په ایران د اسریل برید په سختو ټکو کې غنده کړې ده