تازه خبرونه

پاکستان د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې په ایران د اسریل برید په سختو ټکو کې غنده کړې ده

د پاکستان په ملګري ملتونو کې سفیر عاصم افتخار احمد د اسریل له لوري په اسلامي جمهوري ایران باندې برید په ښکاره ټکو کې غیرمنصفانه او ظلم ګرځولې دې
د پاکستان سفیر په خپله وینا کې وویل چې پر اسلامي هېواد ایران د اسراییلو برید یو ښکاره یرغل دی او پاکستان دغه برید په کلکه غندي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پوخ نماینده او سفیر عاصم افتخار احمد په ایران د اسرایلو برید غندلې او د اسریلو له لوري په غزا کې په مسلمانانو د ظلمونو په اړه ی د نړۍ پام راګرځولې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان د ملګري ملتونو لپاره استازي عاصم افتخار احمد وینا کړې ده .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان ګاونډي هیواد اسلامي جمهوریه ایران باندې د اسراییلو برید په سختو ټکو کې غندلی دی. .

د پاکستان سفیر په خپله وینا کې وویل چې پر اسلامي هېواد ایران د اسراییلو برید یو ښکاره یرغل دی او پاکستان دغه برید په کلکه غندي. .

هغه وویل چې د دې ظالمانه او ناعادلانه برید وروسته، پاکستان له ایران سره پوره یووالی څرګندوي او د ورور اسلامي هېواد د مالي او ځاني زیانونو له امله ورته خپله خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي . .

د پاکستان استازي زیاته کړه چې پر ایران د اسراییلو برید د ایران د خپلواکي او حاکمیت ښکاره سرغړونه ده، او دا یوه سیمه‌ییزه مداخله او سرغړونه ده.

هغه وویل چې اسراییل د ایران پر خاوره په برید سره د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې مونږ د داسې یرغلونو سخت مخالف یو چې د سیمې امنیت او ثبات ته خطر پېښ کړي، او مونږ یو ځل بیا دغه یرغل په سختو ټکو کې غندو.

نوموړي وویل چې ایران ته د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، د خپل دفاع بشپړ حق حاصل دی..

هغه دا هم وویل چې اسراییل تر دې وړاندې هم په غزه، شام او لبنان کې یرغلونه کړي او نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې د اسراییلو بې‌پروا او ظالمانه اقدامات به خطرناک پایلې ولري او د سیمې ثبات به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هغه دا هم وویل چې د غزا په محاصره سیمه کې د اسراییلو د بریدونو له امله زرګونه فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې اسراییل د غزا محاصره کړې او د دې محاصرې له امله اسراییل د انسانی حقونو ستره سرغړونه کوي چې پاکستان ی غندنه کوي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *