تازه خبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

د ملګرو ملتونو امنیتي شورای په غونډه کې د امریکا ملاتړ وروسته په نړۍ کې د ترهګرو ډلو په ضد د پاکستان دریځ نور هم قوي شوې دې
پاکستان تل د ملګري ملتونو او له نړۍ هیوادونو غوښتي چې دوی غزه د شخړې مستقل حل پلاویان دي

د پاکستان استازې عاصم افتخار خبرداری ورکړ چې د اسراییلو د ای ـ ون استوګنځای پروژه د دوو دولتونو پر حل مستقیم برید دی

 د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیايمې ناستې پر مهال پاکستان یو ځل بیا د پولې هاخوا ترهګرۍ موضوع راپورته کړه، پاکستان له لسیزو راهسي د ترهګرۍ ښکار دې  او ټینګار ی کړې دې  چې د دې شخړې دوام نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره خطر دی . .

د پاکستان استازو وویل چې هېواد یې د لسیزو راهیسې د هغو وسله والو ډلو له ګواښ سره مخ دی چې زیاتره یې له افغانستانه فعالیت کوي. د دوی په وینا، نړیواله ټولنه باید دا مسئله په جدي ډول تعقیب کړي..

  د امریکا پرېکړه د پاکستان لپاره مهمه لاسته راوړنه

راپورونو ته په کتو، د امریکا له لوري بلوڅ بیلتون خوښه ډله د ترهګرې ډلې      په توګه نوملړ کېدل د پاکستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل شوې. دغه ډله د سی پیک پروژو او د چینایي وګړو پر ضد په خونړیو بریدونو کې تورنه ده. چارواکي وایي، د امریکا دا ګام پاکستان ته دا موقع ورکوي چې د زیات استخباراتي همکاریو او مالي څارنې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي

  د تحریک طالبان پاکستان زیاتېدونکی ګواښ

پاکستاني چارواکو ویلي، د بلوچستان ترڅنګ تحریک طالبان پاکستان  

 هم یو جدي امنیتي ګواښ دی. د هغوی په وینا، تر اوسه له افغانستانه تر اتو زرو زیات وسله وال پاکستان ته ورننوتي چې پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو بریدونه کوي او ناقانونه پوستې جوړوي. چارواکي زیاتوي چې یوازې پوځي عملیات کافي نه دي، بلکې یوه جامع تګلاره اړینه ده.

  د کورني اختلاف اندېښنه

بل لور ته، د فدرالي او ایالتي حکومتونو ترمنځ د دریځونو توپیر هم څرګند شوی. فدرالي حکومت د ترهګرۍ پر ضد پرېکنده عملیاتو ټینګار کوي، خو د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د افغان چارواکو سره د مستقیمو اړیکو خبره کړې ده. شنونکي وايي، دغه ډول کورني اختلافونه د پاکستان نړیوال دریځ کمزوری کولای شي .

  د هند پر ضد تورونه

پاکستان په پرله پسې ډول پر هند تور پورې کوي چې د وسله والو او بیلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ کوي. د پاکستاني استازو په وینا، په ملګرو ملتونو کې د دغو شواهدو وړاندې کول اړین دي څو نړۍ ته وښودل شي چې د بهرنیو لاسوهنو له امله د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.

  نړیوال ملاتړ ته اړتیا

کارپوهان وایي، پاکستان د بي اې اې نوملړ کېدو څخه د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یو فرصت لري، خو بریا هغه وخت ممکنه ده چې په کور دننه یو واحد دریځ غوره کړي او نړۍ ته په قناعت ورکوونکې بڼه وښيي چې د پولې هاخوا ترهګري د ټولې سیمې لپاره ګډ ګواښ دی.

نورخبرونه

پاکستان د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې په ایران د اسریل برید په سختو ټکو کې غنده کړې ده

Related Articles

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

په ټي ټي پي کې داخلي اختلافات زیات شوي؛ د کرک قوماندان کلیم الله سیف العمر د شخړې وروسته د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوی دی

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د ځینو بشري حقونو تنظیمونو پروپاګنډ افشا کړ او پر ټولنیزو رسنیو یې سخت غبرګونونه راپورته کړل

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *