تازه خبرونه

پاکستان د ډیجیټل په میدان کې اولس لپاره خدمتونه ورکول چټک کړي

پاکستان کې ډیجیټلي خدمتونو هم په چټکۍ سره پراخ شوي دي. د پاک ایپ اوس له ۱.۳۷ میلیونه څخه زیاتو کاروونکو ته خدمت کوي، تر ۱.۳ میلیونه زیاتې غوښتنې یې پروسس کړې او ۲۲.۸۶ اربه روپۍ مالیات یې راټول کړي دي
چارواکي د ډیجیټل نېشن پاکستان قانون 2025 تر چتر لاندې د ډیجیټل حکمراني او ټکنالوژۍ نوښتونه وړاندې کوي

پاکستان کې د ډیجیټل خدمتونو له لارې په روغتونو کې مریضانو ته ښه خدمتونو وړاندې کیږي چې له امله ی په کم وخت کې زیاتو مریضانو ته اسانتیاوې ورکول کیږي

اسلام آباد: پاکستان په دې نوی او  ډیجيټل دور کې  د شفاف، عصري او اغېزمن هېواد جوړولو لپاره مهم اقدامات کړي دي. د ډیجيټل نېشن پاکستان ایکټ 2025 او نیشنل ډیجيټل کمیشن تر چتر لاندې، د پاکستان ډیجيټل اتهارټي یو پیاوړی عامه ډیجيټل انفراسټرکچر جوړ کړی چې په کې پاکستان سټیک هم شامل دی

 د دې پروګرام له لارې د حکومت کارکردګي ښه کېږي، خلکو ته اسانتیاوې زیاتې شوې دي او شفافیت ته وده ورکول کېږي

د قامی ډیجیټل کمېشن تر څار لاندې پی ډی ای په پاکستان سټیک جوړولو کار کوي، چې یو جامع ډیجیټل چوکاټ دی او موخه یې د عامه خدماتو ساده کول او د دولتي ادارو موثریت لوړول دي. لومړنۍ پایلې د دولتي څانګو په کچه د شفافیت او لګښتونو په سپما کې د پام وړ پرمختګ ښيي

 مرکزی ای-افس نظام  په ۳۹ کې ۳۸ دولتي څانګو کې سل سلنه پلي شوی، چې د فایلونو د پروسس موده یې له ۲۵ ورځو څخه څلورو ورځو ته راکمه کړې ده. دغه نوښت د حقیقي وخت د کارکردګۍ ډشبورډونو په مرسته د حساب ورکونې او څارنې د ښه کېدو ترڅنګ، ملي خزانې ته شاوخوا ۹.۵ اربه روپۍ بچت راوستې ده.

ډیجیټلي خدمتونو هم په چټکۍ سره پراخ شوي دي. د پاک ایپ اوس له ۱.۳۷ میلیونه څخه زیاتو کاروونکو ته خدمت کوي، تر ۱.۳ میلیونه زیاتې غوښتنې یې پروسس کړې او ۲۲.۸۶ اربه روپۍ مالیات یې راټول کړي دي

 په ورته وخت کې، ملي دندې پورټل ۵۱۰ زره سی ویز ثبت کړي او له ۳۳ زرو څخه زیاتې دندې یې اعلان کړې دي،

چې په ټول هېواد کې وړتیا له فرصتونو سره نښلوي

د روغتیا په برخه کې، د یو ناروغه  پېژندنه نوښت ۸۱۳ زره ثبتونه ترسره کړي او له ۱.۵ میلیونه څخه زیات لیبارټی ټېسټونه یې اسانه کړي دي

دغه پروګرام د راپورونو د انتظار وخت درې تر څلور ساعته راکم کړی او په په پمز روغتون کې یې د ورځني او پی ډی ظرفیت ۷،۵۰۰ ناروغانو ته لوړ کړی دې

د ډیجیټل شمولیت د ډاډ لپاره، حکومت د سمارټ کليو، آسان خدمت مرکزونو، د سوداګرۍ اسانتیا مرکزونو، او د بینظیر انکم سپورټ پروګرام د ښځینه مستحقینو لپاره د ډیجیټل والټونو نوښتونه پراخ کړي دي

 ښاري خدمات هم د پاک ایپ دننه د سمارټ اسلام‌آباد پلیټفارم له لارې مدغم شوي دي

پاکستان خپله ډیجیټل خپلواکي پیاوړې کړې، چې تر ۱۴۰ زیات اپلېکېشنونه، ۱۲۶ ډیجیټل پورټلونه او د وزارتونو په کچه ۳۱ خودساخته نظام یې په ملي زیربنا کې کوربه توب کړي دي

 د ټېلېکام سکتور وده هم د پام وړ ده،  ۲۰۰ میلیونه ګډونوال، ۶۰ سلنه ګرځنده براډبینډ نفوذ، او ۳۱ میلیونه په هېواد کې اسمبل شوي موبایل فونونه. د درېیو مهمو سمندري کیبلونو،  افريقه ۱ افريقه ۲ او ایس اي اې-ایم اي-ډبلیو اي ۶  — پلي کېدل به نړیواله نښلونې نوره هم پیاوړې کړي

د جي ۵ پلي کولو، ګرځنده مجازي شبکو ایم وي این اوز  او د زیربنا شریکولو لپاره د پالیسۍ اصلاحات هم روان دي، چې د راتلونکې لسیزې لپاره د براډبینډ پراختیا ته لاره هواروي

نوښت او نوې ټکنالوژۍ د ملي لید مرکزي برخه ده

 د ملي اې آیی  پالیسۍ 2025 او د ملي سیمی‌کنډکټر پروګرام ۷،۲۰۰ متخصصین د چپ ډیزاین په برخه کې روزلي دي

 له ۳۰۰ څخه زیات سټارټ‌اپونه انکیوبېټ شوي، او د پاکستان سټارټ‌اپ فنډ د نړیوالو ایکسلېریټرونو ملاتړ کوي

 سکلزټیک او ډیجي سکلز  پروګرامونو له لارې له ۹۲۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو د ګوګل، هووایی، مایکروسافټ او اې آیی  اړوندو تصدیقونه ترلاسه کړي دي

په اقتصادي کچه، د پاکستان د ټکنالوژۍ سکتور ۳.۸ اربه ډالره صادرات ثبت کړي، په ۱۴ نړیوالو نندارتونونو کې یې ګډون کړی، او د ۷۰۰ میلیونه روپیو په ارزښت د بهرنۍ پانګونې  لړۍ یې رامنځته کړې ده

 د جنسیتي شمولیت په برخه کې هم پرمختګ شوی، چې ښځې د روزنې ۲۵ تر ۳۸ سلنه برخه جوړوي او ۸۴ ښځینه مشرتابه لرونکي سټارټ‌اپونه فعال دي

د اطلاعاتي ټکنالوژۍ او ټېلېکام وزارت د لومړي وزیر مشرتابه، د فیلډ مارشل ملاتړ، او د تنظیمي او عملیاتي ټیمونو پرله‌پسې هڅې وستایلې، چې ډیجیټل لید یې په عملي پایلو بدل کړې دې

چارواکي وایي د پاکستان تګلاره د اسانتیا برابروونکو چاپېریالونو جوړول، د قوي سیستمونو رامنځته کول، د مقرراتي چوکاټ ټاکل، او د مهارتونو پراختیا کې پانګونه ده  کال ۲۰۲۵ یو بنسټ کېښود، نو تمه ده ۲۰۲۶ د پرمختګ، طاقت او قیادت کال وي، چې پاکستان به د راتلونکو درې لسیزو لپاره د سیمې د ټکنالوژۍ یو ځواکمن مرکز وګرځوي

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *