تازه خبرونه

د ضلع خیبر په وادي تیراه کې واوره وریدلې

د وادي تیراه په میدان سیمه کې په ټیټو او غریزو سیمو واوره شوې چې له امله ی په سیمه کې ساړه زیات شوي د ي
د ضلع خیبر په وادي تیراه سیمه کې د واورې وریدو وروسته خلک په کورونو کې پاتې شوي

فایل فوټو: د ضلع خیبر وادي تیراه سیمه پاک افغان سرحد سره نزدې سیمه ده چې په دې وروستیو کې د وسله والو پر ضد عملیاتو او د مسلکي اختلافاتو له امله رامنځته شوو جګړو له امله بده اغیزمنه شوې ده

ضلع خیبر: پاک افغان سرحد سره څیرمه د ضلع خیبر لرې پرته سیمه وادي تیراه کې د ژمي لومړۍ واوره شوې ده چې له امله ی په دې سیمه کې ساړه زیات شوي د ي

 د سرچینو ترمخه د ضلع خیبر په تیراه مېدان کې  د زخه خېلو، برقمبر خېلو او تختکي کمر خېلو په شاوخوا سیمو کې واوره شوې ده

 د تیراه مېدان په غرونو د واورې له ورښت وروسته سیمه او اوچت غرونو د واورې په سپین څادر کې پټ شوي دي

د ځایی سرچینو ترمخه  د واورې تر ورېدو وروسته هوا ډیره یخه شوې ده او په سیمه کې وقفې وقفې سره واوره وریدل دوام لري

د خیبر پښتخوانخوا د موسمیاتو محکمې ترمخه د ضلع خیبر په وادي تیراه مېدان  لر باغ او ملک دین خېلو په سیمو کې د شپې مهال د واورې وریدلو  امکان دې

Related Articles

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *