تازه خبرونه

امریکا د کابل انتظامیه لوري په هیواد کې د ډاډمن امنیت ستاینه کړې

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې زلمې خلیلزاد نن په پلازمینه کابل کې له د افغان طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په مهمو موضوعاتو ټینګار کړې دې
د امریکا پخوانۍ استازې زلمۍ خلیلزاد په داسې وخت کې افغانستان ته راغلې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې دې

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې څه باندې څلور کاله وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوي دي

په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ترینګلي دي د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ  ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد د پلازمنیې کابل ته په دوره راغلې او امیر خان متقي سره ی لیدنه کړې

په دې مهمه  ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې وشوې

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي  وویل، څه باندې څلور کاله وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوي دي

 امیر خان متقي زیاته کړه، چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.

 زلمي خلیلزاد د افغان طالبانو لوری په هیواد کې د ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل

دواړو لوري په مهمو ټکو  ټینګار کړې دې او دا هوکړه ی کړې  چې افغانستان او امریکا باید دوه اړخیزو ناستو ته دوام ورکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړوند موضوعات ترخبرو لاندې راشي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې زلمۍ خلیلزاد په داسې وخت کې د افغانستان په سفر راغلې دي چې د کابل انتظامیه  پاکستان سره اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي او نن ۷۸اته اویا یمه ورځ ده چې په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان لوري اقدام نه کولو وروسته سرحدونه نن هم تړلي دي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز فعالیتونه هم بند دي

نورخبرونه: زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *