تازه خبرونه

راډیو پاکستان د برید قضیه: د ترهګرۍ ضد محکمې د پلټنو حکم جاري کړی، اورېدنه تر ۲۶ جنورۍ وځنډول شوه

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.
راډیو پاکستان د برید قضیه: د ترهګرۍ ضد محکمې د پلټنو حکم جاري کړی، اورېدنه تر ۲۶ جنورۍ وځنډول شوه

د ریډیو پاکستان پیښور ودانی چی اور پی لګیدلی دی

پېښور — د راډیو پاکستان د برید په قضیه کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې خپل لیکلی حکم کړی، چې پکې یې د پلټنو او عدالتي کړنلارې په اړه مهمې لارښوونې ورکړې دي.

د محکمې د حکم له مخې، د پنجاب فرانزک لېب راپور بېرته پولیسو ته وسپارل شو، ځکه چې محکمه دا راپور ناکافي وګاڼه. پولیسو له محکمې څخه د نادرا راپور د ترلاسه کولو لپاره نور وخت وغوښت، چې محکمه یې غوښتنه ومنله او امر یې وکړ چې په راتلونکې اورېدنه کې بشپړ راپور وړاندې شي.

په حکم کې ویل شوي چې په قضیه کې نومول شوي نهه ملزمان تر اوسه تښتېدلي دي او د هغوی ګرفتاری نه ده شوې، چې دا د پلټنو په بهیر کې یوه جدي ستونزه بلل شوې ده.

د عدالتي کړنلارې پر مهال د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل محمد انعام یوسفزئی له خوا د سپېشل پراسیکوټر جنرل اعلامیه محکمې ته وړاندې شوه. خو د راډیو پاکستان وکیل پر دغه اعلامیه اعتراض وکړ او ویې ویل چې محمد انعام یوسفزئی په همدې قضیه کې د دوو ملزمانو وکالت هم کړی و، چې دا د ګټو د ټکر مسئله جوړوي.

محکمې د یاد اعتراض په رڼا کې ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته نوټس جاري کړ او امر یې وکړ چې هغه دې په راتلونکې اورېدنه کې پخپله محکمی ته حاضر شي.

محکمې د قضیې نوره اورېدنه تر ۲۶ جنورۍ پورې وځنډوله، او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکې نېټه دې ټول اړوند راپورونه بشپړ ډول وړاندې کړل شي.

Related Articles

د خیبر پښتونخوا په شخړه ځپلو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیات د پرمختیايي پروژو سره یو ځای ترسره کړل.

February 5, 2026

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر مفتی نور ولی محسود میرمن خوشحال خان مینا په کابل کې د هیپاټایټس ناروغۍ له امله وفات شوې

February 5, 2026

طالبانو په مسکو کې د خپل سفارت د نښان له تختې د دري ژبې لیکنه لرې کړه او خپل کمپاین یې د افغانستان له پولې هاخوا ته وغځاوه

February 5, 2026

بهرنیو میلیشو د ایران د جنورۍ د اعتراضونو د ځپلو کې مرسته کړې، دا ادعاوې تر اوس پورې په خپلواک ډول نه‌دي تایید شوې. تر دې دمه هیڅ خپلواک سازمان، حقوقي اداره یا نړیوال بنسټ دا ډول ګډون نه‌دی تائید کړی

February 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *