تازه خبرونه

د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو وروسته د تېلو بیې کمه شوه

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي
د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو وروسته پاکستان کې ډیزل ۳۲ روپۍ ارزانه شو او ریلیف اعلان شو

بیو د کمښت په اړه دی، چې د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو وروسته ډیزل ۳۲ روپۍ ارزانه شوی او حکومت د خلکو لپاره ریلیف اعلان کړی

د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو وروسته په نړیواله منډي کې د تېلو بیې راټیټې شوې، چې اغېز یې پاکستان ته هم رسېدلی دی. وزیراعظم شهباز شریف د ډیزلو په بیه کې د ۳۲ روپو ۱۲ پېسو د کمښت منظوري ورکړې ده, د ۱۷ اپرېل ۲۰۲۶ د اعلامیې له مخې، وزیراعظم د ولس لپاره د سمدستي ریلیف په موخه د ډیزلو بیه کمه کړه. له دې وروسته د ډیزلو بیه له ۳۸۵ روپو ۵۴ پېسو څخه ۳۵۳ روپو ۴۳ پېسو ته راټیټه شوې ده.

د تېلو د بیو کمښت او ډیزل ارزاني

وزیراعظم ویلي چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره خلکو ته ورسول شي، څو د ګرانی بوج کم شي.چارواکي وايي، د ایران له لوري د هرمز تنګي د پرانیستو اعلان وروسته د تېلو نړیوالې بیې ښکته شوې، چې له امله یې په پاکستان کې د تیلو د ارزاني زمینه برابره شوې ده,کارپوهان وايي، د تېلو نړیوال ارزاني سره به د پاکستان وارداتي لګښتونه کم شي، چې له امله به د ترانسپورټ او نورو ضروري توکو په بیو هم مثبت اغېز پرېوځي.

یادونه دا ده چې هرمز تنګی د نړیوالو تېلو د لېږد یو مهم لاره ده، او د بیا پرانیستو وروسته په نړیوال بازار کې ثبات رامنځته شوی چې ګټه یې پاکستان او نورو واردوونکو هېوادونو ته رسېږي.

شهباز شریف د رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته ورسېد؛ په دوحه کې یې تود هرکلی وشو

Related Articles

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *