د برتانیا د سیکانو ټولنې غړو د لندن په ښار کې د بنګلهدېش عالي کمېشن مخې ته احتجاج کړی او په برتانیا کی د بنګلهدېش د حکومت ملاتړ یې اعلان کړ او پر هند یې سختې نیوکې وکړې، چې د دوی په وینا د سیمې په چارو کې لاسوهنه کوی
د رسنیو د راپورونو له مخې، مظاهرهچیان په پراخه شمېر راټول شوي وو او د هند د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول. هغوی پر نويډیلي تور ولګاوه چې هغه غږونه په نښه کوي چې د دوی په وینا د نړۍ پر وړاندې د هند “اصلي څېره” ښکاره کوي
مظاهرهچیانو په ځانګړي ډول د هند د صدراعظم نرېندرا مودي حکومت د سیاسي فعالانو او محصل مشرانو د وژل کېدو په تورونو کې ښکېل وباله
د لاریون پر مهال ګډونوالو وویل چې د بنګلهدېشي محصل مشر عثمان هادي وژل کېدل به د لا پراخو سیاسي بدلونونو لامل شي
ځینو مظاهرهچیانو ادعا وکړه چې دا ډول کړنې به په پایله کې د هند دننه بېثباتي رامنځته کړي، او له بنګلهدېش د سیاسي خوځښتونو سره یې خپل یووالی بیا تکرار کړ
مهمه ده چې یادونه وشی چې عثمان هادي د بنګلهدېش د محصلانو د یوه خوځښت مخکښ ویاند و، هغه خوځښت چې وروستیو سیاسي بدلونونو کې یې مهم رول درلود، او د شیخ حسینه واجد په مشرۍ د حکومت پر ضد په مظاهرو کې یې ونډه اخیستې وه
څو ورځې وړاندې، هغه د ناڅرګندو وسلهوالو له خوا په ډزو سخت ټپي شو. وروسته د درملنې لپاره سنګاپور ته ولېږدول شو، خو له څو ورځو وروسته یې ساه ورکړه
د عثمان هادي مړینې په بنګلهدېش کې پراخ غبرګونونه راوپارول، چې زرګونو کسانو د هند عالي کمېشن مخې ته مظاهرې وکړې او پر هند یې د ځپونکو اقداماتو د ملاتړ او د بنګلهدېش په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه ولګول. مظاهرهچیانو د دې پېښې د خپلواک او شفاف پلټنې غوښتنه هم وکړه
په لندن کې دا لاریون د بهر مېشتو ټولنو، په ځانګړي ډول د سیکانو ټولنې، د زیاتېدونکي سیاسي فعالیت څرګندونه کوي. دا ټولنه تر دې وړاندې هم په بېلابېلو هېوادونو کې د هند د حکومت د تګلارو پر ضد مظاهرې کړي او د بشري حقونو د سرغړونو پر موضوعاتو یې غږ پورته کړې دې
شنونکي وایي، دا پېښه د سویلي اسیا له سیاسي شخړو سره تړلي سیمهییز تاوتریخوالي او د دغو شخړو د نړیوال کېدو نښه ده
نورخبرونه: په کینیډا کې د آزاد خالصتان لپاره د سیکانو ټولپوښتنه ترسره کیږي