تازه خبرونه

  په کینیډا کې د آزاد خالصتان لپاره د سیکانو ټولپوښتنه ترسره کیږي

په کینیډا کې د سیکانو یو تنظیم مشر خبر ورکړې چې کینیډا حکومت ورسره منلې چې دوی دې په راروان ۲۳نومبر د آزاد خالصتان لپاره دا رای اچونه ترسره کړي
د خالصتان تحریک مشران په هند حکومت نیوکې کوي چې دوی له هند د خپلواک ریاست حق نه ورکوي

په هند کې په کروړونو شمیر کې سیکان میشت دي خو دوی له هند څخه د خپلواک خالصتان ریاست لپاره د خالصتان تحریک پیل کړې دې

د سیکانو تنظیم سیکهه فار جسټس  مشر ګرپتونت سنګهه اعلان کړې دې چې کینیډا د خالصتان ریفرنډم لپاره رسمي اجازه ورکړې ده

د  سیکانو دې  سازمان مشر ګرپتونت سنګهه یو مهم بیان خپور کړې دې، په بیان کې وایی  چې کینیډا  حکومت د خالصتان ریفرنډم د ترسره کېدو رسمي منظوري ورکړې ده

ګرپتونت سنګهه وویل چې د کینیډا  د حکومت په اجازه به د نومبر په ۲۳مه نېټه په بلنګز اسټېټ، اوټاوا کې د خالصتان ریفرنډم ترسره شي ، زیاتوي چې په دې ټولپوښتنه کې به د سیکان برخه واخلي او د آزاد خالصتان لپاره به خپله رای وکاروي .

نوموړي زیاته کړه چې د کینیډا لوري حکومتي اجازه د کینیډا د حکومت د بیان د آزادۍ او دیموکراتیک بهیر د پیاوړتیا څرګندونه کوي، هغه زیاته کړه چې  ریفرنډم تابیا کول او رای اچول  د مرمۍ پر ځای  یوه سوله ایزه هڅه ده

د مودي حکومت په نړیوال ډګر کې بربنډیدل

 د راپورونو له مخې، د خالصتان د تحریک په ملاتړ کې د کینیډا دا دریځ د مودي حکومت کورنۍ او بهرنۍ ناکامۍ په نړیوال ډګر کې نورې هم بربنډې کړي دي ، په کینیډا کې په دوام داره توګه د آزاد خالصتان ریاست لپاره ریفرنډم، یعني ټولپوښتنه کیږي او سیکان په دې رای اچونه کې برخه اخلي ترڅو دوی له هند څخه د آزاد پنجاب ریاست په ترلاسه کولو کې بریالي شي

هغه د سیکانو  ټولنې وغوښتل چې د  هند پنجاب له  هند واکمنۍ څخه د آزادولو لپاره دې خپله رأیې وکاروي او په لوی شمېر کې دې  په ټاکل شوې نیټه په دې  ریفرنډم کې ګډون وکړي مهمه ده چې یادونه وشی چې د کال ۲۰۱۱ د سرشمیرنې له مخه په هند کې ۲۰ ملیونه سیکان ژوندې کوي خو وس اټکل کیږي چې دا شمیر به له دې ډیره زیاته شوي وي، په هند کې د پنجاب په صوبه کې ترټولو زیات سیکان ژوند کوي او سیکانو پنجاب له هند څخه د آزادولو لپاره خالصتان تحریک پیل کړي دې

نورخبرونه: د خالصتان تحریک مشر د پاکستان ملاتړ په اړه یو تازه بیان مخې ته راغلې

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *