په افغانستان کې د بغلان په ولایت کې د ملي مقاومت محاذ ادعا ده چې د طالبانو درې کسان یې وژلي دي
د این ار ایف له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په نهـرین ولسوالۍ کې طالبانو د دوی پر یو پټنځای برید وکړ، چې په ځواب کې د ملي مقاومت جنګیالیو مقابله وکړه
د اعلامیې له مخې، په نښته کې د طالبانو درې جګړهمار وژل شوي او د طالبانو ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي
این آرایف دا هم ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو پر یوه شپانه ډزه کړې او هغه یې وژلې دې
د افغانستان طالب چارواکو لوري له دې پېښې سره په تړاو هېڅ غبرګون نه دی څرګند شوې
یادونه ده چې له دې وړاندې هم ملي مقاومت محاذ ادعا کړې وه چې د پنجشیر په ولایت کې یې د طالبانو د یو مشر کمانډء په ګډون ۱۷ کسان وژلي، خو په هغه اړه هم د طالبانو له لوري کوم رسمي دریځ نه وو خپور شوې
نورخبرونه: په کندز کې د این آر ایف برید: دوه طالب جنګيالي وژل شوي