د پاکستان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه زړه پورې لوبه ترسره شوه، په انډر–۱۹ درېاړخیزه لوبلړۍ کې پاکستان د یو په زړه پورې مېچ تر پای وروسته افغانستان ته په یوه وېکټه ماتې ورکړه
دا لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هراري کې وشوه، چې پکې د افغانستان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۲۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل
د افغانستان له لوري عثمان ۷۵ منډې او د لوبډلې کپتان محبوب خان ۴۹ منډې جوړې کړې. د پاکستان له خوا عثمان خان څلور لوبغاړي وسوځول، محمد صیام او دانیال علي دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول
په ځواب کې د پاکستان کپتان فرحان یوسف ۶۵ منډې جوړې کړې، خو نور توپ وهونکي ډېر وخت په میدان کې و نه دریدل. په دې حساس حالت کې وېکټکېپر توپ وهونکي حمزه ظہور پاکستان له سخت فشار څخه بهر کړو
ده تر ټولو مخکې له دانیال خان سره د ۳۶ منډو شراکت وکړ. تر ۲۰۱ منډو پورې د پاکستان ۹ لوبغاړي وسوځېدل، خو حمزه ظہور کلک ودرېد او درې توپونه مخکې یې لوبه پاکستان لپاره وګټله
حمزه ظہور یوازې په ۵۱ توپونو ۸ څلوریزې او یو شپږیزه ووهله او ۶۸ منډې یې د بریا تر پایه جوړ کړې