تازه خبرونه

پاکستان او هند ۴۱یو څلویښت کاله پس مخامخ کیږي

د کال ۱۹۸۴ وروسته دا لومړې ځل دې چې په ایشیا کپ کې د پاکستان او هند ملي کرکټ لوبډلې به په پای لوبه کې یوبل سره مخامخ شي
د پاکستان او هند دې فاینل لوبې څخه به د نړۍ کرکټ مینه وال ډیر خوند واخلي

 د ایشیا کپ کال ۲۰۲۵ په سیالۍ کې پاکستان فاینل ته رسیدلې دې،دلته یو تاریخ رقم کیږي چې د پاکستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د کال ۱۹۸۴ وروسته لومړي ځل لپاره په ایشیا کپ کې یو بل سره مخامخ کیږي.

  وړمه شپه پاکستان د ایشیا کپ د سوپر فور پړاو کې بنګله‌دېش ته  د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړو او فاینل ته یې لار وموندله.

دلته باید یادونه وشی چې هند  له دې وړاندې فاینل ته رسېدلی ، په همدې ډول د ایشیا کپ په ۴۱ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې پاکستان او هند به د فاینل په سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي او د کرکټ مینه وال به دې سیالۍ څخه ډیر خوند واخلي.

 دا هم باید یادونه وشي چې تر دې دمه هند تر ټولو ډېر، ۸ ځله د ایشیا کپ اتل شوی، سریلانکا ۶ ځله او پاکستان یوازې ۲ ځله دغه جام ګټلې دې. . دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې د ۱۹۸۴م کال راهیسې د ایشیا کپ ۱۶ دورې ترسره شوې دي، خو تر اوسه هېڅکله پاکستان او هند دواړ په ګډه فاینل ته نه دي رسېدلي، دا کال ۲۰۲۵ به د پاکستان او هند د کرکټ په تاریخ کې لومړې ځل شي چې  د سپټمبر پر ۲۸مه  د پاکستان او هند ترمنځ د ایشیا کپ پایلوبه اوګوري

نورخبرونه

ټي ټونټي کرکټ سیالۍ:  پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

پاکستان بنګله ديش له په يولس رنز ماتې ورکړے او فائنل ته رسيدلې دے

Related Articles

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *