د روان کال ۲۰۲۵ د میی میاشت کې د پاکستان دفاعي او فضایی ځواکونو هند سره په جنګ کې داسې ستراتیژي خپله کړې وه چې پاکستان هند ته غاښ ماتې شکست ورکړ
د هند پر ضد د پاکستان دا بریا په نړیوال کچه اومنل شوه خو بل اړخ ته هند په دې جنګ او په نړیواله کچه ستونزو سره مخ شو، هند د پاکستان دې لوی بریاوې پر وړاندې ناهیلې شو او د امریکا په څیر لوی طاقت سره ی هغه ستراتیژي خپله نه کړه کومه چې له پاکستان لوري خپله شوه
د پاکستان دې ستراتیژۍ او بریا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم بیا بیا ذکر وکړو، د پاکستان بریا ی په داسې ټکو کې یاده او وستایله چې نړې ته هم ښکاره شوه چې پاکستان د می په جنګ کې هند ته ماتې ورکړه
په هغه ورځو کې ډونلډ ټرمپ بیا بیا یادونه وکړه چې د پاکستان دفاعي ځواکونو د هند پر ضد بریاوې خپلې کړي او د هند ۶ شپږ الوتکې ی رانسکورې کړې
د ټرمپ دې بیانونو سره د هند د پاکستان پر ضد جنګي پلانونه خاوره سره یو ځای شول او هند د پاکستان پر ضد په نړیواله کچه ماتې اوخوړه
د پاکستان دې مډل پاور ستراتیژۍ په اړه نړیوالو رسنیو هم لیکنې او خبرونه خپاره کړي دي
برتانوي جریدې فایننشل ټایمز د پاکستان د مډل پاوریعني منځني طاقت په اړه یو ځانګړې راپور خپور کړې دې
په راپور کې دې جریدې پاکستان د منځنیو قدرتونو د بریالۍ ډیپلوماسۍ غوره بېلګه بللې او لیکلي یې دي چې د پاکستان مشرتابه په یو وخت کې له واشنګټن، بېجینګ، ریاض او تهران سره اړیکې فعالې وساتلې
فایننشل ټایمز په راپور کې لیکلي دي چې د پاکستان فیلډ مارشل عاصم منیر د بدلېدونکي نړیوال چاپېریال په رڼا کې د پاکستان ډیپلوماسي په اغېزمن ډول پر مخ بوتللې ده
جریده وایي چې له ټرمپ سره پر وخت خوشاخلاقي او نرم سفارتي چلند د پاکستان په حق کې ډیر ګټور تمام شو او د پاکستان سفارتي بریاوو هند ناهیلی کړ
دا جریده په راپور کې وایی چې هند لپاره د پاکستان منځني طاقت رول ددوی د هیلو خلاف ډېر ستونزمن ثابت شو، ځکه چې هند ونه شو کولای له بدلېدونکو نړیوالو حالاتو او د ټرمپ له تګلارې سره ځان په یو څیر او یو شان کړي
فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر یو اغیزناک مشر ګرځول شوې
برتانوي جریده په راپور کې وایی چې همدې سفارتي ناکامۍ له امله هند د مډل پاور په ستراتېژۍ کې له جدي ستونزو سره مخ دې
برتانوي جریدې فایننشل ټایمز د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل عاصم منیر د اغېزمن شخصیت اعتراف کړی او هغه یې په بدلېدونکي نړیوال نظام کې یو اغېزناک ستراتېژیک مشر بللې دې
فایننشل ټایمز فیلډ مارشل عاصم منیر د څو اړخیزې بهرنۍ تګلارې ، کثیر الجهتي خارجہ پالیسۍ جوړولو او خپلولو یو لوی ماهر هم ګرځولی دې
د جریدې په وینا، بدلېدونکې نړیوال سیاست مډل پاورز، د منځنۍ کچې قدرتونو لپاره یو نوی خو له ننګونو ډک پړاو پرانیستی، چې دا پرمختګ ورته ډېر پېچلی تمامېږي
د راپور له مخې، فیلډ مارشل عاصم منیر د منځنیو قدرتونو تر ټولو بریالیو ملټي الاینرز څخه شمېرل کېږي، او د ډونلډ ټرمپ سره تر ټولو ښه همغږۍ ویاړ هم د پاکستان پوځي مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته ور رسېږي په نړیوالو رسنیو کې او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوري د پاکستان او د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر جنرل عاصم منیر په اړه داسې بیانونه او پیغامونه خپرول داسې معني لري چې پاکستان د یوې هراړخیزې ستراتیژۍ په خپلولو سره په سفارتي کچه او د جنګ په میدان کې هند ته ماتې ورکړې ده اود پاکستان په اړه ی د هند ، افغانستان او دنړي نورو هیوادونو غلطه پروپیګنډه بې اساسه او درواغ ثابته کړه ده
نورخبرونه: د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر: افغان طالبان باید پاکستان په اړه یوه لار خپله کړي
سعودي عرب د پاکستان دفاعي ځوکونو مشر او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته کینګ عبدالعزیز مډال ورکړی
فیلډ مارشل سید عاصم منیر:پاکستان ته الله عزت ورکړی چی د حرمین شریفین ساتنه اوکړي
جنرال عاصم منیر: د پاکستان دفاعي پوځونه تفرقه اچولو،بې ثباتي راوستلو کړیو پر وړاندې قوي دي