تازه خبرونه

جنرال عاصم منیر: د پاکستان دفاعي پوځونه تفرقه اچولو،بې ثباتي راوستلو کړیو پر وړاندې قوي دي

د پاکستان دفاعي ځواکونو ترسیوري لاندې په ګوجرانواله او سیالکوټ دننه ګیریژنز دوره وکړه او الته ی د ځواکونو د ټریننګ کولو نزدې کتنه وکړه
د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر جنرال عاصم منیر وړمه ورځ هم وینا کې ویلي وو چې پاکستان پوځ چمتو دې چې د دښمن مقابله وکړه او دوی ته ماتې ورکړي

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر جنرال عاصم منیر په ګوجرانواله او سیالکوټ کې د پاکستان پوځ سرتیرو د دښمن پر ضد د چمتووالي او قوي عزم ستاینه وکړه

د  پاکستان دفاعي ځواکونو مشر، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، ویلي دي چې هغه تفرقه اچوونکي عناصر چې د ملي ثبات د زیان سبب ګرځي، ورسره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ،آی اېس پي آر له مخې، فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ګوجرانواله او سیالکوټ ګیریژنز دوره وکړه، چېرته چې ورته د فارمېشن د عملیاتي چمتووالي او د جګړه‌ییزو وړتیاوو د لا پیاوړتیا لپاره د پورته شویو ګامونو په اړه بریفنګ ورکړل شو

په دې موقع فیلډ مارشل د فیلډ ټرېنینګ تمرینونه او د عصري سمیولیټر ټرېنینګ اسانتیاوې له نزدې  وکتلې. د دفاعي ځواکونو مشر د فارمېشن د لوړو مسلکي معیارونو او عمومي چمتووالي ستاینه وکړه

نوې ټیکنالوژۍ سره باید ښه بلد شو: جنرال عاصم منیر

د آی اېس پي آر له مخې، فیلډ مارشل عاصم منیر د ټکنالوژۍ سره د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په عصري جګړه‌ییز چاپېریال کې چټکتیا، دقت،  د حالاتو خبرتیا او پر وخت پرېکړه کوي دیر ضروري دي

په دې موقع د دفاعي ځواکونو مشر له افسرانو او سرتېرو سره خبرې وکړې او د هغوی لوړ مورال او د ملي امنیت لپاره یې نه ماتېدونکی عزم وستای.

فیلډ مارشل د سرتېرو د سخت، ماموریت‌محوره روزنې پر اهمیت هم رڼا واچوله او ویې ویل چې د پاکستان پوځ د کورنیو او بهرنیو ننګونو او د افراطي نظریاتو پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتو دی
هغه ټینګار وکړ چې پاک پوځ د هغو تفرقې اچوونکو عناصرو پر وړاندې چې د ملي ثبات د کمزورۍ سبب ګرځي، په بشپړ ډول مستعد او چمتو دې

Related Articles

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *