تازه خبرونه

 شاهد افریدي: غواړم چې د پاکستان او قبایلي سیمو ځوانانو خدمت وکړم

په لنډي کوتل کې د خیبر ټیکنیکل انسټیټیوټ له لوري د شاهد افریدي فاونډیشن په مرسته ځایی ښځینه زده کوونکو ته ۱۰۰ سلایی، د جامو ګنډولو ماشینونه ورکړل شو
شاهد افریدی غونډي ته وینا کې اوویل چې د هغوی فاونډیشن به ځایی اولس خدمت ته دوام ورکړي

د لنډي کوتل سیمې ځوانان، مشرانو او د خیبر ښیګړي تنظیمونو مشران د خیبر ټینکنیکل ایجوکیشن انتظامیه او شاهد افریدي فاونډیشن څخه ځانګړې مننه کړې چې ځایی ښځینه زده کوونکو ته ی د جامو ګنډلو ماشینونه ورکړل

لنډي کوتل: پاک افغان سرحد تورخم سره نزدې د لنډي کوتل په تحصیل کې د جونو زده کونکو حوصله لوړولو لپاره د یوې درنې غونډې تابیا شوې وه

ددې غونډې په ترڅ کې د خيبر انسټيټيوټ آف ټيکنکل ايجوکېشن لنډي کوتل تر انتظام لاندې ځایی ښځینه وګړو لپاره د  روزګار برابرولو لپاره د زده‌کوونکو نجونو ته  سلای ماشينونه ورکړل شو ترڅو دوی په کور روزګار ترلاسه کړي

دغه دستوره د تحصيل په  جرګه هال کې ترسره شوه چې پکې د شاهد افريدي فاونډېشن کراچۍ په مالي مرسته د خیبر ټیکنیکل انسټیټیوټ څخه فارغو شوو نجونو ته  سلای ماشينونه ورکړل شول

غونډې ګډون والو ته د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخوانۍ کیتان او د شاهد افریدي  فاونډيشن چې یو فلاحي تنظیم دې، مشر شاهد فریدي هم وینا وکړه

نوموړي اوویل چې د شاهد افریدي فاونډیشن بنیادي مقصد دا دې چې په پاکستان کې او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو کې  د اولس خدمت وکړي

لنډي کوتل: شاهد افریدی د غونډې ګډون والو ته وینا کوي

هغه اوویل چې د قبایلي سیمو په خلکو کې د صلاحیتونو کمې نشته خو دوی ته که موقع ورکړل شي نو دوی به د خپلو صلاحیتونو له لارې د پاکستان نوم روښانه کړي

هغه اعلان وکړ چې شاهد افريدي فاونډېشن به راتلونکې کې هم په سيمه کې د خیرښیګړې کارونه  او تعليمي فعاليتونو ملاتړ ته دوام ورکړي او ددې سیمې نارینه او ښځینه وګړو د حوصلې لوړولو لپاره به دوی سره مرسته وکړي

دستورې ته د وينا پر مهال کرنل سعيد احمد د ټیکنیکل تعلیم پر اهميت ټينګار وکړ او د خیبرټیکنیکل ایجوکیشن د برياوو او د سیمې ځوانانو ته د ټیکنیکل ایجوکیشن ورکولو  ستاينه وکړه۔ نوموړي وويل چې د سيمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره به خپلې هلې ځلې روانې ساتي ترڅو د سیمې ځوانان ټیکنیکل تعلیم حاصل کړي او دوی د خپل خاندان لپاره د آمدن وسیله جوړه شي

ګډونوالو د خيبر انسټيټيوټ آف ټيکنکل ايجوکېشن، کمانډنټ خيبر رايفلز او شاهد افريدي فاونډېشن دغه ګام وستايه او وې ويل چې دا ډول فلاحي پروګرامونه د ځوانانو او نجونو خپل ځان او خاندان خود کفیل کولو لپار ډیر ګټور دي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د دستورې په پای کې د لنډي کوتل سیمې  ۱۰۰ښځینه  زده‌کوونکو نجونو ته  شاهد افریدي فاونډيشن له لوري سلای ماشينونه ورکړل شو

Related Articles

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د ډي‌اېچ‌کيو روغتون خار ته ولېږدول شول، هلته ورته درملنه روانه ده

April 16, 2026

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مهمه بولي چې له ایران سره د اړیکو بهیر د پاکستان له لارې روان وساتل شي، او همدا تګلاره عملي کېږي. هغوی ویلي چې له ایران سره خبرې روانې او نتیجه ورکوونکې دي

April 16, 2026

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

April 16, 2026

ختیځ افغانستان: قبایلي مشرانو د کابل حکومت په تېرولو له پاکستان سره مستقیم تماس نیولی، او له دوو میاشتو وروسته مهمې لارې بېرته پرانېستل شوې

April 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *