تازه خبرونه

کابل شهرنو چاودنه: داعش ډلې د برید ذمه واري په غاړه اخستې

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو
افغان طالب چارواکو ترمخه په دې پیښه کې د چینایی مسلمان په شمول اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې

په کال ۲۰۲۱ کې چې امریکایی ځواکونو له افغانستانه وتل نو په ۲۶ اګست هم د کابل هوایی ډګر په ابې ګیټ ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش قبوله کړې وه (فایل فوټو، هغه چینایی مسلمان وګړې ابراهیم چې د کابل هوټل مالک وو)

پرون د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر یو چینایی ریستوران د برید ذمه واري د اسلامي دولت، داعش د برید مسولیت په خپله غاړه اخستې دې

 د یادې ډلې سره اړوند رسنی اعماق په خپله پاڼه د برید کوونکي انځور هم خپورکړې دې ، په پاڼه ی لیکلي دي چې هم دې تن پر چینایی ریسټورنټ برید ترسره کړې دې

 افغان چارواکو ترمخه دا چینایی ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان او د هغې میرمنې او یو افغان په ګډه چلول چې پکې به چینایی خوراکونه تیاریدل، د ریسټورنټ نامه چاینیز نوډل   وه او چینایی مسلمان وګړي چې له چین ولایت یغور څخه ی تعلق وو ابراهیم په نامه پیژندل شوې دې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم رسنیو ته ویلي دي چې د کابل د شهرنو)په سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي

دلته باید یادونه وشی چې په کال ۲۰۲۱ کې په ۲۶ اګست هم د کابل په حامد کرزي هوایی ډګر ابې ګیټ د خونړي برید ذمه واری هم داعش ډلې پر غاړه اخستې وه

په یاد برید کې ۱۳ امریکایی پوځیان او تر ۱۷۰ عام وګړو ژوند له لاسه ورکړې وو

نورخبرونه: پلازمینه کابل کې چاودنه:  بمي چاودنه د شهرنو په چینایی ریستوران کې شوې

کابل کې د ټي ټي پي په مشرانو برید: کابل په پاکستان تورونه لګولي

افغانستان  لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسله‌وال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *