تازه خبرونه

پلازمینه کابل کې چاودنه:  بمي چاودنه د شهرنو په چینایی ریستوران کې شوې

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې
په دې وروستیو کې له افغان خاروي په ډرون برید کې تاجکستان سرحد سره چینایی وګړي هم هدف ګرځول شوي وو

د کابل پولیسو ویاند ویلي دي چې د چاوندې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به له رسنیو سره نور جزیات شریک کړې شي

نن د ګل په ورځ  درې بجې د افغانستان په پلازمینه  کابل شهرنو کې پو چینایی ریستوران کې  یوه زوره چاودنه وشوه

سرچینې وایی چې د شهرِ نو سیمې د ګل‌فروشي کوڅه کې د چینایانو او افغانانو په ګډ رستورانت چاینیز نوډل په ریستوران کې بمي چاودنه وشوه

د ځایی سرچینو ترمخه یاد رستورانت په ګډه د یوه چینایي مسلمان عبدالمجید، د هغه مېرمن او یوه افغان وګړي عبدالجبار محمود له خوا چلول کېږي

 عبدالمجید د چین د سنکیانګ شین‌جیانګ ولایت اوسېدونکی مسلمان دې، سرچینې وایی چې  په دې ځای کې د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه تیارېدل او خرڅېدل۔

د سرچینو ترمخه د  نن ورځې په چاودنه کې یو چینایي وګړی ایوب، چې مسلمان و، او شپږ افغان وګړو ژوند له لاسه ورکړې دې

سرچینې وایی په پیښه کې و شمېر نور کسان ټپیان شوي دي۔ چاودنه د پخلنځي باورچي‌خانې ته نږدې شوې ده۔ د چاودنې نوعیت تر اوسه نه دی څرګند شوی او پلټنې روانې دي۔

کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدران ویلي دي چې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند، د شهرنو ګلفروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې چاودنه شوې چې له امله یې تلفات اوښتي دي. ویاند وایی چې د چاودنې د نوعیت په اړه د پلټنې ټیمونو څېړنې پیل کړې دي، چې جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړو

بل خوا افغان طالب چارواکي ادعاوې کوي  چې دا چاودنه د ګیس سلینډر له امله شوې ده خو بیا بل انځور کې ښکاري چې په ریستوران کې د ګیس سلینډر سلامت ښکاري چې ښایی دا یوه بمي چاودنه وه

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې له افغان خاورې د تاجکستان په سرحد د ډرون برید هم شوې چې له امله ی د چین یو شرکت چینایی وګړي ووژل شو، د تاجکستان حکومت هم دا برید تاید کړې وو چې له افغان خاورې ترسره شوې وو

نورخبرونه: افغانستان  لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسله‌وال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان

افغان لوري ډرون برید: تاجکستان کې درې چینایی وګړي له منځه وړي

Related Articles

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې ډلې ملکي وګړي هدف ګرځوي، څو ټولنې خاموشې کړي او د استخباراتي معلوماتو شریکول ګډوډ کړي

February 10, 2026

په پنجاب کې کورنۍ د بلوچستان وسله‌والو له لوري وژل شویو ملکي وګړو په خاطر ژړا کوي، قومي تورونه ردوي او پر یووالي ټینګار کوي

February 10, 2026

اسلام‌اباد د ۲–۶ فبروري ۲۰۲۶ په ترڅ کې د غړو هېوادونو د افراطیت ځپلو کسانو د بیا ادغام لپاره د IMCTC پروګرام کوربه‌توب کوي

February 10, 2026

تاریخي ادعاوې ښيي چې د نور ولي محسود نیکه د برتانوي راج لپاره مخبر و، چې د TTP د مشر ایډیالوژیکه کیسه تر پوښتنې لاندې راولي

February 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *