تازه خبرونه

پاکستان کې د کرکټ مینه والو لپاره ښه زیرې

پاکستان ، افغانستان او سري لنکا ترمینځ به د کرکټ درې اړخیزه سیالۍ له نومبر ۱۷مې نیټې تر ۲۹مې نیټې په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي
په پاکستان کښې نړیوال کرکټ څو کاله وړاندې د سري لنکا په کرکټ ټیم لاهور کښې د برید وروسته د ځنډ ښکار وو.

پاکستان کښې څو کاله وروسته د کرکټ بین المللي سیالۍ بحال شوي دي او دې سیالیو څخه به د کرکټ مینه وال خوند واخلي.

د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور ښارونه کې میشت د کرکټ مینه والو لپاره لوی او ښه زیرې مخې ته راغلې دې، په دې ښارونه کې به په نومبر میاشت کې به درې اړخیزه د کرکټ سیریز سیالۍ ترسره شي.

د پاکستان کرکټ لوبې اړوند ادارې له لوری ددې سیریز کرکټ سیالیو شیډول هم جاري شوې دې. د شیډول ترمخه سیالیو لومړۍ لوبه به د پاکستان او افغانستان کرکټ ترمینځ د نومبر په ۱۷مه نیټه په راولپنډۍ ښار کښې ترسره شي.

پاکستان کښې د کرکټ مینه والو ددې سیالیو هرکلۍ کړې دې، ځکه چې په کال ۲۰۰۹ کې د مارچ په ۳مه نیټه په لاهور کې په سري لنکا ټیم لوبغاړو یو ترهګریز برید وشو چې په پایله کښې د سری لنکا یو شمیر لوبغاړي ټپیان شول.

ددې سیریز نورو سیالیو شیډول دادې.

سري لنکا – افغانستان ۱۹ م نومبر: راولپنډي

سري لنکا – پاکستان  ۲۲ م نومبر:لاهور

پاکستان – افغانستان  ۲۳م نومبر لاهور

سري لنکا – افغانستان ۲۵م نومبر لاهور

سري لنکا – پاکستان  ۲۷ م نومبر لاهور

د خپور شوي شیډول ترمخه د سیالیو  پایلوبه به د پنجاب په ستر ښار لاهور کښې د نومبر په ۲۹ نیټه ترسره شي. دلته مهمه ده چې یادونه وشي، د لوبو مینه او پوهان وایی چې دا سیریز په نه یواځي په پاکستان کښې د کرکټ مینه والو لپاره یوه تفریح ورکړي بلکې ددې لوبو له امله به دا درې هیوادونو یو بل ته نور هم رانزدې شي.

نور د لوبو خبرونه:

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *